روسيه وايي، له ترکيې سره د جګړې تابيا نه لري

کابل ټکی کام

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، داسې ښکاري چې د ترکيې له لوري د روسيې الوتکه ويشتل پلان شوی او پاروونکی کار و، خو روسيه يې له امله ترکيې سره جګړه نه کوي.

لاوروف زياته کړې ده، چې د دې پېښې په پايله کې به روسيه له ترکيې سره په خپلو اړيکو بيا غور وکړي، لاوروف له دې وړاندې ترکيې ته خپل ننی سفر لغو کړی و، خو د ترکيې له بهرنيو چارو وزير سره له خبرو وروسته دواړو موافقه وکړه چې په راتلونکې کې به سره وګوري.

بل لور ته د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو هم ويلي دي، چې هېواد يې نه غواړي له ګاونډي هېواد روسيې سره اړيکې خرابې کړي.

ترکيې دعوه کړې وه، چې د روسيې الوتکه يې د دې هېواد په هوايي حريم کې په نښه کړې ده، خو روسيې ويل، چې الوتکه يې د سوريې په فضا کې ۴ کلو متره دننه ويشتل شوې ده.

د دواړو هېوادو مشرانو د الوتکې له راغورځېدو وروسته توندې څرګندونې وکړې، خو وروستنۍ څرګندونې يې د نرمۍ ښکارندويي کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button