زابل کې ولس د سيمه ييزو مسئلو دحل لپاره طالبانوته مراجعه کوي

په هېواد کې يو شمېر ولايتونه شته چې دولت پرې واکمني له لاسه ورکړې او د ولسواليو په کچه زياتې مسئلې دولت نه ؛ بلکې طالبان حل کوي . دا په دې معنا دی چې په ولسواليو کې دولت خپل کنترول له لاسه ورکړی دی . دکنترول دلاسه ورکول بيا هم محدود وخت لري. که سيمه د دولت له لاسه څه وخت ووځي او بيا يې تر کنترول لاندې شي، نو قضايه مسئلې ولسي وګړي بيا دولت ته سپاري. خو د حالاتو نه داسې پرېښې چې که کومه سيمه د دولت ترکنترول لاندې وي او يايي دلاسه ورکړې وي ، ولسي وګړي خپلې قضايه مسئلې او نورې په ژوند کې پېښېدونکې ستونزې دحل لپاره طالبانو ته وروړي . تېره رځ چې دزابل څخه راپورونه ترلاسه شول ؛ ولسي وکړو کوچيانو خپلې ستونزې طالبانوته د حل لپاره وړاندې کړې او طالبانو پرې قاطع اقدام وکړ. کوچيانو دغزني په ناورکي هغه پيښه طالبانوته وړاندې کړه ، چې هزاره قوم وګړو ترې ۴۲۰ پسونه اخيستي او د دوی دوه شپانه يې هم ژوبل کړي وو. کوچيانو لومړی دغزني چارواکو او بيا تر پارلمانه دا ستونزه رسولې وه او د کوچيانو په وينا يې، پاڼه نه اړوله چې بالاخره يې دغزني ولايتي چاوراکو دبې کفايتۍ له امله خپله مسئله د طالبانو په مخ کې کېښوده . د طالبانو قاطع حل مو دا دی وليد ، چې اوس دولت او په ځانګړي ډول د زابل ولايت چارواکې طالبانو ته د قومي مشرانو په وسيله ننواتې کوي ترڅو دهزاره او کوچيانو دقوم مسئله په اسانۍ سره حل کړل شي.
طالبانو دهزاره قوم او د زابل ولايت دجرګې مشرانو او سپين ږيرو ته ډاډ ورکړ، چې نيول شوي کسان به په امن وي خو بايد هزاره قوم کوچيانو ته اړول شوی تاوان ومني او په خپلو کړنو اعتراف وکړي . په هر دولت او حکومت کې چې دا ډول پېښې کېږي، يو قوم يا شخص چې بل ته تاوان واړوي ؛ يعنې پر مال او سر يې تيری وکړي مقابل لوری بايد ونيول شي او د حساب دخلاصون لپاره به حاضرشي.
هغه کسان چې دحساب کتاب د خلاصون پورې کينول شوي وي او د مسئلې دحل لپاره ساتل کېږي هغوی ته بنديان وايي. خو د زابل دولتي بې کفايته چاوراکو چې طالبانو د دې مسئلې دحل لپاره اقدام وکړ د برمسته نوم يې پرې کېښود. که د زابل په دولتي چارواکو کې دا جرئت او صلاحيت وای نو بيا به يې ورته نيول شوي بنديان ويل خو چې طالبانو دستونزو د حل لپاره اقدام وکړبرمته ورته وايي . بهر حال اوس ټولې نړۍ ته ثابته شوه چې دولتي چارواکو د ولس اعتبار له لاسه ورکړی او ولسي وګړي دزابل دمسئلې په څېر ټولې حل غوښتونکې مسئلې طالبانوته دحل لپاره ورړي.



