امریکا پاکستان ته ورکړې چورلکې بېرته واخیستې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۹)د پاکستان د رسنیو په حواله، امریکا متحده ایالاتونو هغه چورلکې له پاکستانه بېرته واخیستې، کومې یې چې په ۲۰۰۲ز کال کې ورکړې وې.

د جیو نیوز د راپور له مخې، امریکا په ۲۰۰۲ز کال کې پاکستان ته نهه چورلکې پر ډیورنډ کرښه د مخالفیو د څارلو لپاره ورکړې وې؛ خو څو اوونۍ وړاندې د امریکا پوځ له پاکستانه وغوښتل، چې ورکړل شوې چورلکې بېرته امریکا ته وسپاري.

جیو نیوز ته ځینو پاکستاني چارواکو ویلي، چې څلور الوتکې یې څو ورځې وړاندې او پنځه الوتکې یې تېره ورځ ناوخته امریکا ته وسپارلې او په امریکايي باروړونکي الوتکه کې امریکا ته ولېږدول شوې.

د ډونلډ ټرمپ له ټاکل کېدو سره سم د پاکستان او امریکا په اړیکو کې ښکاره ترینګتیا تر سترګو کېږي او امریکا اوس ډېر پام د پاکستان پرځای هندوستان ته کړی دی.

تېره اوونۍ د امریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن اسلام اباد ته تللی و؛ خو ښکاري چې د امریکا او پاکستان اړیکې هماغسې ترینګلې پاتې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button