د ننګرهار ولایتي شورا:په طالبانو هوایي بریدونه کیږي خو په داعش ډله نه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۵ فرید افغان)
د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت وایي چې په دې ولایت کې په شته داعشي ملیشو هیڅ هوایي برید نه ترسره کیږي او امریکایي الوتکې یواځې وسلوال طالبان په نښه کوي.
د ولایتي شورا ځینې نور غړي بیا وایي چې داعشیانو د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې یو شمیر کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي .
د ولایتي شورا د غړو په خبره؛ داعشي ملیشې د حکومت حمایت له ځان سره لري او له همدې امله هم د سیمو په نیولو کې ګړندي دي
ولایتي شورا وایي له خوږیاڼو څخه سلګونه کورنۍ د ننګرهار نورو سیموته کوچیدلې، داعشیانو یې کورونو او پاتې مالونو سوځولي او جګړې هم شدت موندلی دی.
ولایتي شورا همداراز وایي چې د داعش ډله هڅه کوي په لمړي سر کې د سیمې قومي مخور، او علماء له منځه یوسي.
ځایي اوسیدوونکي وایي چې په رڼا ورځ یې لیدلي چې د داعش ډلې ته کوردینات او وسلې د طیارو له لارې رسول کیږي
پر همدې مهال د ننګرهار ولایت مقام خبر ورکړی چې د اچين ولسوالۍ د مامندرې مارغه په سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې د دوو ډلمشرانو په ګډون د داعش ۱۴ غړي ووژل شول.
خو سیمیز خلک وایي چې دا یواځې د حکومت تبلیغات دي او پر داعشي ملیشو هیڅ داګول برید نه دی ترسره شوی



