سیرت النبي صلی الله علیه وسلم

لیکوال: صفي الله “رائد”

پرلپسې نهمه برخه ـ له
خدیجې رضی الله عنها سره واده:

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له شام نه راستون شو او خدیجې رضی الله عنها ولیدل چې په مال کې یې د پخوا په نسبت ډېر زیات امانت او دیانتداري شوې او دومره برکت دی پکې چې مخکې یې هېڅکله هم دومره برکت نه و لیدلی.
همدا راز میسره هم د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دښو او اوچتو اخلاقو، قوي او پاخه فکر، رښتیني منطق او امانتدارۍ خبرې د خدیجې رضي الله عنها غوږونو ته ورسولې، نو همدا وه چې هغې خپل هدف وموند، خدیجه داسې ښځه وه چې د عربو رئیسانو او مشرانو ورسره د واده هیلې درلودې، وړاندیزونه به یې کول، خو دې به نه منل، مګر کله چې د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لدې اوچت شخصیت نه خبره شوه دومره ورنه متاثره شوه چې پخپله یې ورسره د واده اراده وکړه.

دزړه دا خبره یې خپلې ملګرې نفیسه بنت منیه ته وکړه، هغه د رسول الله صل الله علیه وسلم حضور ته ورغله او له خدیجې رضی الله عنها سره یې د واده خبره ورسره مطرح کړه. رسول الله صل الله علیه وسلم ومنله او له ترونو سره یې خبره وکړه. هغوی د خدیجې رضی الله عنها تره ته ورغلل او په دې ترتیب سره یې د واده عقد او تړون ترسره شو او ورپسې دواړو نکاح وکړه.

د واده په مراسمو کې د بني هاشم خلک او د مضر قبیلې مشران حاضر وو. دا مبارک واده له شام نه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د راستنیدو له ورځې دوه میاشتې وروسته تر سره شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خدیجې رضی الله عنها ته په مهر کې شل اوښان ورکړل.

خدیجه رضی الله عنها هغه وخت څلوېښت کلنه وه او د خپل وخت د ټولو ښځو نه د شرف،عزت، مال او پوهې له مخې وړاندې او اوچته وه.

دا درسول الله صلی الله علیه وسلم لومړۍ بي بي وه او تر څو یې دغه بي بي نه وه وفات شوې رسول الله صلی الله علیه وسلم بل واده ونه کړ.

له ابراهیم پرته نور ټول اولادونه یې له همدې بي بي ول.
لومړنی او مشر زوی یې قاسم نومېده او دده مبارک صل الله علیه وسلم کنیه نوم هم ابولقاسم و، ورپسې زینب، بیا روقیه، بیا ام کلثوم، بیا فاطمه او بیا عبد الله پېداشوي، د عبدالله لقب طیب او طاهر و. زامن یې ټول په وړوکوالي کې وفات شوي خو لوڼو یې اسلام راوړی او هجرت یې کړی دی. او له فاطمې رضی الله عنها پرته نورې درېواړه د خپل پلار په ژوند کې وفات شويدي، فاطمه رضی الله عنها درسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت نه شيږ میاشتې وروسته وفات شوېده.
رضي الله عنهم اجمعین. ابن هشام ۱/۱

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button