لوګر: چاودنه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۷) د لوګر ولايت په مرکز پل عالم کې د يوې چاودنې پر مهال ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح وويل، بريدګر د برکي برک اډې ته څېرمه په ځان پورې تړليو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، په ترڅ کې يې ۱۱ کسان ټپيان او خپله بريدګر ووژل شول.
په خبره يې، د بريدګر هدف د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد ايوب وردګ و، خو نوموړی له چاودنې روغ وتلی دی.
د مالوماتو له مخې، په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
تر اوسه د دغه برید مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.



