هلمند: ګډو ځواکونو د درې ولسواليو لوی”ښايسته بازار” چور کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۷) د راپورونو له مخې تېره شپه ګډو ځواکونو د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې په ستر بازار عمليات کړي، په ترڅ کې لسګونه دکانونه چور کړي او ډيری نورو سوداګرو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د موسی کلا ولسوالۍ يو اوسېدونکی سميع الله چې باراز ته نږدې استوګن دی وايي، دغه بازار د درې ولسواليو موسی کلا، سنګين او کجکي ولسواليو خلکو په شريکه جوړ کړی و، په ښايسته بازار مشهور و او عام توکي پکې پېرل کېدل.

هغه زياته کړه، لسګونو دکانونو څخه يې سامانونه چور کړي او هغه شيان چې نه وړل کېدل سوځولي او يو شمير هټۍ يې ويجاړې کړي دي.

يو تن هټيوال کابل ټکی کام ته وويل، په دکانونو کې عام توکي لکه رختونه، خوراکي مواد، سبزيجات او نور د اړتيا وړ شيان پلورل کېدل.

هغه وايي، عسکرو په دغو عملياتو کې يو ليونی کس وژلی او د بازار څلور څوکيداران يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

طالبانو په يوه خبرپاڼه کې دا يو ستر جنايت او د ګډو ځواکونو وحشي عمل بللی، زياتوي د امریکايي ځواکونو دا ډول کړنې د امريکا د نوې ستراتيژۍ برخه ده.

خبرپاڼه کاږي: (اسلامي امارت دا ډول جنایت په کلکه غندي او د امریکايي اشغالګرو د مایوسۍ او ماتې سترې علامې يې بولي).

په دې وروستيو کې د امریکايي او افغان ځواکونو ګډ عمليات زيات شوي، چې تر ډېره پکې ملکي خلک په نښه کېږي او هغوی ته مالي او ځاني تلفات اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button