سوريه: د روسيې تازه بريدونو کې ۱۱۰ تنه ملکيان مړه او ژوبل دي

کابل ټکی کام ۰۷لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
سوريه کې د روسيې په تازه بمباريو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه ملکيان وژل شوي دي او ۷۰ نور ټپيان دي.
روسي الوتکو ياده بمباري د ادلب غرب لور ته په اريحا ښار کې له ګڼې ګوڼې په ډک يوه بازار کې کړې ده.
اناضول خبري اژانس د خپل خبريال په حواله ليکي، چې د روسي الوتکو د توغنديو توغولو پر مهال بازار له خلکو ډک و، چې له لګېدو سره يې ۴۰ تنه ووژل شول او له ۷۰ ډېر نور ټپيان شول.
خبريال محمد جطل وایي، د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی او د مړينې په شمېر کې به زياتوالی راشي.
راپور زياتوي، چې د بمبار له کبله شاوخوا ودانۍ او تجارتي ځايونه هم په ستره کچه ويجاړ شوي دي، همدا راز ګڼ موټران سوزېدلي دي.
د ژغورنې ټيمونه د پېښې په ځای کې د خلکو په ژغورلو بوخت دي.
ياده دې وي، چې روسي الوتکو له نږدې تېرو دوه مياشتو راهيسې په سوريه کې خپله بمباري پيل کړې ده، چې نږدې هره ورځ يې له امله له ۱۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل کېږي.