کابل ټکی کام ۰۸لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د تخار ولایت له درقد ولسوالۍ څخه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې نن له غرمې څخه مخکې د تخار ولایت ینګي قلعه او د درقد ولسوالیو تر منځ د افغان ځواکونو یو لوی قطار د طالب جنګیالیو سره د جګړې په موخه راغلی وو.
خبر وایي چې طالب جنګیالیو پرې له څو لوریو څخه وسلوال بریدونه ترسره کړل، او د یوې اوږد مهالې جګړې څخه وروسته ۱۰تنه عسکر ووژل شوه او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
خبر زیاتوي چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په لیدلو سره تېښتې ته اړ شول چې له امله یې درې عرادې هاموې ټانګونه په اوبو کې غرق شول.
اوسمهال د افغان ځواکونو چورلکې سیمې ته ورغلي دي او خپل مړي او ټپیان لېږدوي.
















