بادغیس: طالبانو د روغتیایي خدمتونو د نشتون له کبله څو روغتیایی مرکزونه تړلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۷ فرید افغان)
د بادغیس د روغتیا ریاست سرپرست رئیس لطیف روستایي رسنیو ته ویلي چې؛ طالبانو په دې ولایت کې د یو شمیر غوښتنو په اساس ۸ روغتیایی کلینیکونه تړلي او ۶۵ نرسان او داکتران یې د دندو پریښودو ته اړ ایستلي.
د نوموړي په خبره طالبانو ۳ صحي مراکز په بالامرغاب ۳ په مقر او ۲ نور یې په آب کمري کې تړلي دي.
د نوموړي په خبره طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ټولو مراکزو په سطحه دې یوه منظمه عملیات خونه جوړه کړي ترڅو دسیمې ستونزې حل کړي او همداراز دې د دوی ملګرو ته روغتیایي زدکړې وروښیي چې په وینا یې دا غوښتنه د تمویل کونکې موسسې له لوري نه دي منل شوې
طالبانو د نوموړي خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې
په بادغیس ولایت کې هم د ارزګان په څیر مشکلات وجود لري او له همدې امله یې پر صحي مراکزو بندیز لګولی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي کابل ټکي کام ته وویل؛‹‹ دروغتیایی مراکزو تمویلونکي ادارې دارودرمل او نور لوازم په شخصي ډول خرڅوي او کلینیکونو ته یی نه وروړي.››
همداراز نوموړي د طبي پرسونل د نشتون څخه هم سر وټکاوو او په وینا یې چې ‹‹ډاکتران نشته، څو نرسان یی د ډاګټرانو په نامه استخدام کړي چې خلکوته یې د روغتیا پرځای نور مشکلات پیداکړي››
احمدي وویل؛ روغتیایې مراکز یې د خلکو په غوښتنه تړلي ‹‹عام ولس مجاهدینو ته شکایتونه وکړل، مجاهدینو هم لازم ګام پورته کړ، تر څو تضمین تر لاسه شي چې کلینیکونه تمویل شی، مسلکي ډاکټران استخدام شي او د صحی خدماتو کیفیت لوړ کړل شي.››
طالبان داسې مهال په یاد ولایت کې د خلکو په غوښتنه روغتیایي مراکز تړي چې تیره ورځ یې په اروزګان کې هم د همدې ستونزو له کبله ټول تړلي کلینکونه د مسولینو په تضمین بیرته پرانیستل .
طالبانو ویلي په اروزګان کې له روغتیا پالو ادارو څخه تضمین واخیستل شو چې له دې وروسته به ټول روغتیايي مراکز په منظم ډول فعالیت کوي، ورسره ژمنه وشوه چې په اړتیا وړ ځایونو کې به ۵ نور کلینیکونه او ۴ لوی روغتیايي مراکز جوړیږي، په روغتیايي چارو کې به د هرډول فساد مخه نیول کیږي، دوادرمل او نور روغتیايي شیان به راوړل کیږي او بیا به له نمايشي فعالیت څخه په کلکه ډډه کیږي.
د یادونې وړ ده چې د نورو ادارو ترڅنګ په روغتیا وزارت هم د لوی مالي فساد تور دی او له وزیر څخه نیولې بیا تر عادي نرس پورې په یو نه یو ډول فساد کې ښکیل دي



