افغان عسکرو په غزني او کندهار کې دوه تنه سخت شکنجه کړي او وروسته یې وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۱ فرید افغان)


راپورونه وایي چې دغزني ولايت دقرباغ ولسوالي اړوند د مير واعظ په کلي کې یو ځوان قاري چې د امریکایي پوځیانو پرضد پر وسلوالې مبارزې تورن و ، تیره ورځ د ملي اردو ځواکونو نیولی او له سختو شکنجو وهلو ټکولو وروسته یې وژلی دی.
طالب ویاند دا یولوی جنایت بللی او ویلي یې دي چې ‏‹‹
وحشي صفته او کرغیړن غلامان له اسیرانو او بندیانو سره دا ډول چلند لري. اسیران ژوندي ونیسي، بیا یې بې له کومې محکمې، پوښتنې او تحقیق څخه په داسې ظلم سره شهیدانوي.››

غزني کې شهید شوی د مدرسې زدکړیال

دا پیښه داسې مهال مخته راځي چې څو ورځې وړاندې طالبانو ۱۶ تنه نیول امنیتي ځواکونه د انساني خواخوږي ترمخه له کوم قید اوشرط پرته خوشي کړل او هغوی سره یې نغدي مرسته هم وکړه.

بل پلو راپورونه وایي چې څو ورځې وړاندې د کندهار د پنجوایي پر دوراهي سیمه کې یو ځایي دکاندار د جنرال رازق کسانو اختطاف کړی و، چې نن یې مړی د اتمې امنیتي حوزې مخې ته پیدا شو.

کندهار کې د جنرال رازق د کسانو په یوه غریب دکاندار ظلم

د سیمې خلک وایي؛ د رازق عسکرو دکاندار بې دریغه مثله کړی، پوزه او غوږونه او شونډې یې ترې پریکړي، آن د مخ پوستکی یې هم ترې اړولی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د جنرال رازق کسان ورته جنایي کړنې ترسره کوي، د خلکو اختطاف، هدفي وژنې او نورې جنایي کړنې د کندهار د امنیتي ځواکونو له ورځنیو بوختیاو شمیرل کیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button