جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

ننګرهار: ګډو ځواکونو د طالبانو په لومړۍ کرښه عمليات کړي- ۲۷ کسان وژل شوي

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جنوري 11, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۱) تېره شپه د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ مربوط د سورډاګ سيمه کې ګډو ځواکونو له داعش او حکومت سره د طالبانو په لومړۍ کرښه شپني عمليات کړي، چې پر مهال يې د ملکي خلکو په ګډون ۲۷ تنه عسکر او طالبان وژل شوي دي.

يوې سيمه ييزې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د پنج شنبې په شپه افغان او امريکايي ځواکونو د سورډاګ په سیمه کې د طالبانو په لومړۍ کرښه عملیات پيل کړل، چې پر مهال يې د دواړو لوريو تر منځ نښته رامنځته شوه او وروسته په سيمه کې بمبارۍ وشوې، چې په ترڅ کې يې ملکي خلکو، طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

د سرچينې په وينا، په بمبارۍ کې د مالي زيان سربېره شپږ تنه ملکيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

طالبانو دغه نښتې تاييد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د نښتې پر مهال ديارلس سپيشل فورس عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

ښاغلی مجاهد وايي، د ګډو ځواکونو عمليات د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول، چې پر مهال يې په سيمه کې په يو مسجد، کلي او کورونو بمبارۍ وکړې، په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څوارلس تنه ملکيانو ته مرګ هم مرګ ژوبله واوښته.

خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې پر مهال اته طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي: (اشغالګر دښمن چې کله په کوم ځای کې د مجاهدینو له مقامت سره مخ شي او تلفات وویني نو کسات له ولسي خلکو اخلي او کلي او کورونه له یوې مخې بمبارکوي.)

د سور ډاګ کلي يو تن اوسېدونکي عابدالله کابل ټکی کام ته وويل، په سيمه کې د طالبانو دغه لومړۍ کرښه د ولسي خلکو په ملاتړ د داعش ډلې د مخنيوي په موخه جوړه شوې وه، خو په وينا يې د ګډو ځواکونو له لوري پرې بمبارۍ او عمليات وشول، څو سيمې ته د داعش په راتللو لاره هواره شي.

طالبانو له تېرو څو مياشتو راهيسې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې سره په ځلونو جګړې وکړې او د هغوی د مخکې تګ مخه يې ډپ کړه.

دا لومړی ځل نه دی، چې په ننګرهار کې د داعش ضد لومړۍ کرښې د ګډو ځواکونو د شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو هدف ګرځي، بلکې تر دې مخکې هم د امريکا هوايي ځواک يواځې د داعش پر خلاف د طالبانو لومړۍ کرښې په نښه کړي او بمبار کړي دي.

په داسې حال کې دغه عمليات ترسره کېږي، چې څه موده مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير او پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي و چې د ملي امنيت شورا، امنيتي ادارې او امريکايان له داعش سره مرسته کوي او هغوی ته د مخکې تګ لارې چارې برابروي.

مخکینې مطلب

افغان عسکرو په غزني او کندهار کې دوه تنه سخت شکنجه کړي او وروسته یې وژلي دي

بل مطلب

امریکا له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com