(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۱ فرید افغان)
نن د پلچرخی له زندان څخه د حکمتیار اړوند د زرګونو بندیانو له ډلې ۷۵ تنه بندیان راخوشې شول.
د زندانیانو او محاکمو ترمنځ د اړیکو مسؤل رسنیو ته وویل، چې دا کسان په امنیتي جرمونو او داخلي جرمی پیښو کې نیول شوي و، چې نن د شوې موافقتنامې د تعمیل پر اساس پریښودل شول .
د نوموړي په خبره دا دریمه ډله ده چې د حکمتیار سره تر شوي تړون وروسته آزادیږي.
د دولت او حزب تر منځ د شوې موافقتنامې دتطبیق مشر امین الله صفاري رسنیو ته وویل، دولت له حزب سره د ژمنې ترمخه په لومړۍ مرحله کې ۵۲ په دوهم ځل ۱۸ او په دریم ځل یې ۷۵ بندیان راخوشي کړي دي.
د حزب اسلامي استازي چې د بندیانو د خوشې کولو په مراسمو کې یې خبرې کولې اعتراف وکړ چې لا یې هم په دولتي زندانونو کې له ۳ تر ۵ زرو ډیر زندانیان بندیان دي چې دولت یې په اړه اوس هم ناغیړي کړې او د موافقتمانې ټول اصول لا هم نه دي پلي شوي.
د حکمتیار ډله همداراز غواړي چې تر ۱۷۰ ډیر هغه بندیان هم بریښودل شي په بګرام زندان کې بندیان دي.
د ګډحکومت او حکمتیار دډلې تر منځ د شوې موافقتنامې د ۱۱ مادې تر مخه؛ ټول هغه زندانیان چې په سیاسي او امنیتی پیښو کې تورن دي او حقوق العبد (جنایی پیښو) کې جرمي سابقې نه لري د دوسیو تر څیړلو وروسته باید سمدستي خوشي شي.
خو دولت لا هم د دې بندیانو په خوشي کولو کې رغنده ګام نه دی پورته کړی او د شنونکو په باور چې که دا پروسه همداسې سسته روانه وه ، ښایي د حکمتیار د ډلې د بندیانو خوشي کول کلونه نور وخت هم ونیسي


















