جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

له نفاق څخه د اسلافو وېره

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 11, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
12
ځلې شریک شوی
144
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

دکتور کفایت الله وردګ
یاد ګېرنه : نفاق هغه بېماري ده چې ایمان داسې له مینځه وړي لکه په لرګې کې د ننه چې چینجی پیدا شی لرګی له بهر نه جوړ ښکاره کیږي او د ننه خراب شوی وي نو ددې لپاره چې له خطر ، نښو ، علامو ، صفتونو څخه یې باید خبر شو او که په مونږ کې دا وایرس پیدا شوي وي باید ځان ورڅخه وساتو پدې هېله مې د نفاق په اړه معلومات را ټول کړي دي او زړه ته را نېږدې لوستونکي ته یې له ټولې مینې سره ډالۍ کوم . 
حضرت ابراهیم التیمی رحمه الله فرمايي :  مَا عَرَضْتُ قَوْلِي عَلَى عَمَلِي إِلَّا خَشِيتُ أَنْ أَكُونَ مُكَذِّبًا .
ترجمه : زه چې کله خپل عمل له خپلو خبرو سره مقایسه کړم ډارېږم هسې نه چې درواغجن شم .
حضرت حسن بصري رحمه الله فرمایی : مَا خَافَهُ إِلَّا مُؤْمِنٌ ، وَلَا أَمِنَهُ إِلَّا مُنَافِقٌ .
ترجمه : نفاق داسې شی دی چې لدې نه به صرف مؤمن ډاریږي او د نفاق نه چې بې غمه او په امن کې وي (نه ورڅخه ډاریږي) هغه به منافق وي .
حضرت حذیفه رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم څه منافقین یاد کړي او ور ښودلي وو امام ابن قیم رحمه الله فرمايي : څومره چې د یو چا ایمان ټینګ وي همدومره هغه ډاریږي چې هسې نه د منافقینو څخه شي ددې امله به د پخوانیو وېره ډېره ورڅخه زیاته وه  حضرت عمر رضی الله عنه به حضرت حذیفه رضی الله عنه ته فرمایل : زه په الله تعالی تاته قسم درکوم  ماته اوایه آیا زه رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه کسانو (منافقانو) کې درته یاد کړی یم؟  حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ویل : نه ! او ددې نه وروسته د بل چا صفایی نه کوم (د بل چا ددې خبرې ځواب نه ورکوم) . طریق الهجرتین
حضرت ابن اب ملیکة رحمه الله فرمایي : أَدْرَكْتُ ثَلَاثِينَ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُلُّهُمْ يَخَافُ النِّفَاقَ عَلَى نَفْسِهِ مَا مِنْهُمْ أَحَدٌ يَقُولُ إِنَّهُ عَلَى إِيمَانِ جِبْرِيلَ وَمِيكَائِيلَ .
ترجمه : ما دېرش کسه صحابه لیدلی دي او هغوی ټول په خپل ځان باندې له نفاق څخه ډارېدل (هسې نه چې الله تعالی یې له منافقینو څخه شمار کړي) په دوی کې داسې یو هم نه وو چې هغه به ویل چې ده هغه ډول کلک ایمان راوړی دی لکه حضرت جبریل او میکائیل علیهما السلام چې راوړی دی .
حافظ ابن حجر رحمه الله د پورتني حدیث په تشریح کې فرمایي : هغه صحابه کرام چې ابن ملیکة رضی الله عنه لیدلي دي او د هغوی په اړه دا خبره کوي په هغوی کې د صحابه کرامو لوړ او عالی شخصیتونه وو د هغوی له ډلې څخه وو حضرت ام المؤمنین عائشه ، د حضرت عائشې خور اسماء ، ام سلمة ، عبد الله ابن مسعود ، عبد الله ابن عمر ، عبد الله ابن عباس ، ابو هریره ، عقبة بن حارث ، المسور بن مخرمة  رضی الله عنهم اجمعین .
نو دا شخصیات به په خپل ځان باندې له نفاق څخه ډارېدل .
حضرت ابن سیرین رحمه الله فرمايي : زه له بل هېڅ شي څخه دومره نه ډارېږم لکه ددې آیت چې نه ډارېږم چې الله تعالی فرمایی : وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ (۸) . سورة البقرة
ترجمه :  او ځینې له خلقو هغه څوک دي چې وايي ا یمان راوړی دی مونږ په الله او په ورځ وروستۍ  (چې قیامت او د جزا وخت دی) . حال دا چې نه دي دوی مؤمنان . 
له حضرت امام احمد بن حنبل رحمه الله نه چې پوښتنه وشوه چې آیا ته له نفاق څخه ډاریږې؟ ده مبارک وویل : ومن يأمن على نفسه النفاق ؟ .
ترجمه : او له نفاق څخه به څوک نه ډاریږي؟ .
نو دا د اسلام اسلاف او امامان وو چې هغوی له نفاق څخه ډارېدل نو ددېنه دوه خبرې را معلومیږي :
لمړی دا چې نفاق خطرناک شی دی رښتینی مؤمن باید ورڅخه وډار شي  ځکه له نفاق سره د انسان دنیا او آخرت خرابیږي  دنیا یې ځکه خرابه وي چې هسې ځان ستړی کوي ، کله مصارف هم کوي ، کله خپل کار پریږدي او جومات ته هم ځي ، کله په نورو د خیر په کارونو کې هم شرکت کوي لکن دا هېڅ شی ده ته په درد نه خوري او ټول عبادات ، طاعات او د ثواب کارونه هغه وخت انسان ته په ښه ورځي چې په انسان کې ټینګ ایمان وي .
دوهمه خبره دا چې دا نفاق داسې نه دی چې د لرې ښکاره کیږي  نفاق یو پت وایرس دی چې کله په انسان کې راغلی وي او انسان ورباندې نه پوهیږي ، لکه د سورة بقرې په آتم آیت کې الله تعالی فرمایی چې ځینې داسې خلک وي چې هغوی وایی چې مونږ ایمان راوړی دی لکن هغوی مؤمنان نه وي نو ددې امله انسان باید هر وخت خپلو عملونو ، خپلې عقیدې ، خپلو خیالونو او فکرونو ته متوجه وي چې څه د نفاق بوی خو پکې نشته؟  ددې امله مې د نفاق په اړه دا معلومات را ټول کړی دي او د یو څو برخو په شکل کې یې له خپلو لوستونکو سره شریکوم .
 
زما د بحث مراجع:
قرآن کریم
صحاح الستة
مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله
کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .
فتح الباري
طریق الهجرتین
مدارج السالکین
الوابل الطیب
جامع العلوم و الحکم
احیاء علوم الدین
مخکینې مطلب

د حزب اسلامي د حکمتیار د ډلې ۷۵ زندانیان خوشي شول

بل مطلب

منافقت؛ یو پټ خو خطرناک ویروس

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com