د ننګرهار ولایت د سپین غر اړوند مامندو سیمه کې د ملي اردو دوه قوماندانانو پر امریکایي ځواکونو داسې مهال برید ترسره کړی چې له افغان عسکرو سره د هغوی ګډه غونډه روانه وه.
سرچینو کابل ټکي کام ته ویلي چې په دې برید کې ګڼ شمېر امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او له برید وروسته امریکایي الوتکو پر یاده سیمه بمباری هم کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پیښې پړه منلې او ویلي یې دي چې ”برید ۲ تنو نفوذي مجاهدینو، قومندان پاچا خان او قومندان میندار، چې د حاجي ظاهر قدیر په ملېشو کې لا پخوا استخدام شوي وو او د قومندانۍ دندې ور سپارل شوې وې، ترسره کړ. “
طالبانو د ۱۶ امریکایي افسرانو او عسکرو د وژلو او ګڼ شمېر د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
مجاهد وایي، نفوذي ملګرو یې برید د یوې غونډې په جریان کې ترسره کړی او په وینا یې، په متقابلو ډزو کې یې دواړه نفوذي ملګري شهیدان شوي دي.
د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې تر برید وروسته امریکایي الوتکو سیمه بمبار کړې چې تر ۲۵ ډېر ولسي وګړي پکې شهیدان شوي دي.
ځینې سرچینې وايي چې د غونډې په وخت کې د قومندان باچا خان نورو ملګرو هم پر امریکايي او افغان عسکرو ډزې کړې دي او ټول شهیدان شوي دي.
د ننګرهار ځایي چارواکي نښته او بمباري تاییدوي خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.
امریکایي چارواکو او نورو مسؤلو افغان چارواکو تر اوسه د یادې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې په امریکایی ځواکونو دې خپل روزل شوي افغان ځواکونه بریدونه کوي، په تېر کې هم په ځلونو ورته حملو کې سلګونو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یادونې وړ ده چې امریکایي چارواکو ژمنه کړې چې د داخلي بریدونو د مخنیوي په خاطر به یوه قطعه جوړوي تر څو د هغو بریدګرو د بریدونو مخه ونیسي چې د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شوي وي.


















