هلمند: د طالبانو د ليزري وسلو په بريد کې- شپږ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۱) طالبانو د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د پوليسو په پوسته بريد کړی، په ترڅ کې يې شپږ پوليس وژل شوي دي.
سيمه ييز خبريال سردار محمد سروري په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: (ناوې ولسوالۍ کې دملي پولیسو یوه پوسته سقوط شوې ۶ پولیس وژل سوي ۲ ملکیان هم ټپيان دي.)
طالبانو د بريد مسئوليت منلی، رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د يادې ولسوالۍ د جرنامو په سيمه کې يې د ليزري وسلو په مټ بريدونه وکړل، پوسته په مکمله توګه تخريب شوه پکې ميشت اووه پوليس ځای پر ځای ووژل شول او يو بل ټپي شو.
طالبان وايي، د جګړې په پايله کې يې څلور ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات هم نيولي دي.
سيمه ييزو امنيتي مسئولينو په پېښه کې د امنيتي ځواکونو وژل کېدل تاييد کړي دي.



