د سلواغې شپږويشتمه: د سره پوځ د ماتې ورځ

سرليکنه

نن ورځ په افغانستان کې د افغانانو د ستړي او نيمګړي ژوند د نيمې ساه اخیستلو ورځ ده. په همدې ورځ، د پخواني شوروي د پوځونو وروستی جنرال له خپلو سرماتو او غاښ ماتو پوځونو سره له آمو واوړېد او د تيښتې لار یې ونيوله.

روسانو په افغانستان کې د نږدې لسو کلونو په موده کې هغه څه وکړل چې يادولو ته یې ځکه اړتيا نه وينو چې ټول افغان ولس د کمونستو تورمخو غلامانو او او د هغوی د بادارانو جنايات په خپلو سترګو ليدلي دي.

که له يوې خوا د ١٣٥٨ کال د جدي د يرغل وحشتونه يادوو نو د ١٣٦٧هـ کال  د سلواغې شپږويشتمه هم په افغانستان کې د افغان ولس لپاره د نيمګړي ژوند نيمه ساه ده، چې د روسانو په تېښته یې واخیسته.

 که حقيقت ته نظر وشي، افغانانو په خپل هېواد کې يو ځل بيا له لاسه ورکړى ژوند د روسانو په تېښته خپل کړ او د څه مودې لپاره د يرغلګرو له تاړاکونو وژغورل شول.

روسانو چې په افغانستان کې د تورمخو کمونستانو په لارښوونو او استخباراتو پر افغان ولس کومې د وحشت چپه ميچنې وګرځولې، هغه هر افغان ته د لمر په څېر څرګندې دي.

روسانو په افغانستان کې د يرغل په کلونو کې هر ډول نوې او زړې جوړې وسلې پر افغان ولس وازمايلې، خو افغان ولس ته الله په ايماني قوت او افغاني غيرت د ټولو وحشتونو د زغملو توان هم ورکړ؛ هر ډول ظلم او وحشت ته یې سينه سپر کړه، د هر ډول تاړاکونو په مقابل کې یې حوصله ونه بايلله او د هر ډول زور او ظلم شپې او ورځې یې پرځان ومنلې.

 روسانو په هر ډول مرګونو، ژوندي تر خاورو لاندې کولو، ټانکونو پسې تړلو، او په ډله ییزه توګه وژلو صرف ونه کړه. خو، له نيکه مرغه، د همدغه تش لاسي افغان ولس په مقابل کې روسانو سره له درنو او ډول ډول ازمايل شویو وسلو له افغانستانه د تيښتې لار ونيوله.

روسانو په افغانستان کې په جګړو او وحشتونو سره هر ډول مادي او معنوي تاسيسات له منځه يووړل، افغانان یې په ډله ييزه توګه شهيدان کړل، په ميليونونو یې معيوب کړل، ميليونونه یې له خپل هېواده کډو کولو ته اړ کړل، علمي او فرهنګي تاسيسات یې په دې موخه چې راتلونکی افغان ځوان نسل له خپل افغاني فرهنګه ناخبره پاتې شي، په اور وسوځاوه، چې نه يواځې وحشي روسان بلکې افغاني کمونستان هم ورسره په دې ټولو جناياتو کې شريک وو.

د سلواغې په شپږويشتمه، په افغانستان کې که د سالم ژوند ساه نه ده اخیستل شوې، د نيم ژوند ساه خو تر څه وخته واخیستل شوه. هغه ورځ هم رانږدې کېدونکې ده چې د امريکايي تاړاکګرو په تېښته به افغان ولس د سالم او بشپړ ژوند ساه د ازادۍ په ترلاسه کولو واخلي، ان شاءالله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button