(کابل تکی کام ۱۳۹۶ کب ۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې طالبانو د فراه ولایت په مرکز کې د بهرنیو ځواکونو پر هوایي ډګر توغندویز برید کړی چې یو شمیر بهرنیانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې.
طالبانو د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي چې پرهوایي ډګر یې ۲میزایل توغولي چې پر ټاکلواهدافو لګیدلي دي.
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي په برید کې ۷ تنه “ اشغالګر“ مړه او ژوبل شوي او۲چورلکې هم زیانمنې شوې دي.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه د دې برید په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
تر دې څو اونۍ وړاندې پر یاد هوایي ډګر د طالبانو برید ۹ ایټالوي ځواکونه وژلي و، چې له کبله یې څو ورځې وړاندې یاد هیواد له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ او د ناټو له نورو ځواکونو یې وغوښتل چې د دوی په مراکزو کې میشت شي.
د یادونې وړ ده چې نن په همدې ولایت کې طالبانو ۴ پوستې هم نیولې او لسګونو افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د دې ولایت نوي د امنیې قوماندان او نوي ټاکل شوي والي د امریکایي ځواکونو له ځایي قوماندان څخه غوښتي و، چې د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې د هوایي ملاتړ سربیره باید د ځمکنیو جګړو سوق او مدیریت هم پر غاړه واخلي ځکه چې په وینا یې طالبان د ولایت په ۱ کیلو مترۍ کې مستحکم خط لري او له همدې امله دا ولایت د سقوط وروستۍ شیبې شمیري او باید لږ تر لږه د مرکز مربوطات د امنیتي ځواکونو تر پوښښ لاندې راشي.

















