د سیکولرانو د اعتراضو په اړه ځينې ځوابونه

لیکنه: عبدالله عزام

اکثره وخت سیکولران زموږ په مقدس جهاد اعتراضونه او نيوکې کوي، ترڅو زموږ عوام الناس ورونو ته ذهنو کې شکوک کړي، چې يې په لاندې ډول دي:
① هغوي وایې وايې د نوح علیه السلام زوی کافر و، خو نه يې واژه !
② داهم وايي چې د لوط علیه السلام ښځه کافره وه ، خو نه يې وژله !
③ دا هم وایې وای د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره ابو طالب کافر و، خو نه يې واژه!
④ او دا خبره خو يې بیخې لا ګرمه کړي ده وايي محمد صلى الله عليه وسلم ټول منافقین پېژندل، خو نه یې وژل!
⑤ اوس په دې نه پوهېږم چې ولې طالبان حکمتې چار واکی وژني؟
ځوابونه:
اول خو دی ته راشه چې هغوی ولی هغه دغه کسان نه وژل؟
د جهاد مطلب اومقصد دا دی، چې په ټولنه کې د فساد او فتنه ختمه شي، او د الله ﷻ بندګان په ارامه او سوکاله په فضاء کې ژوند وکړي.
ځينې مفسدين اوفتنه ګر خلک چې نه اصلاح کېږي، او په ځمکه کې فساد کې د هغوی ختمول اړين دي، دا ډول مفسد وګړي الله ﷻ کله په خپلو عذابونو باندې له منځه وړي او هلاکوي يې، او کله يې د خپلو ځينو نورو صالحو او مؤمنو بنده ګانو لخوا د مقدس جهاد په ترڅ کې ختموي او ټولنه ورڅخه پاکوي.
يو څو بېلګې يې په لاندې ډول دي:
① د نوح –عليه السلام – زوی یې په طوفان کې يې هلاک کړ.
② د لوط – عليه السلام – ښځه یې له نورو کفارو سره په داسې عذاب کې هلاکه کړه، چې په ټولو يې ځمکه په بل مخ واړوله.
③ رسول الله چې خپل تره ابو طالب نه واژه، هغه ځکه چې نوموړي د اسلام او مسلمانانو په وړاندې نه خنډونه نه جوړړول، او مسلمانانو ته يې کوم زیان نه و اړولی، که څه هم هغه وخت جهاد نه و فرض شوی، خو نوموړي د اسلام د پرمختګ هیڅ مخينوی نه و کړی.
همدارنګه د رسول الله ﷺ یو تره ابو لهب چې د اسلام او مسلمان لپاره هر ډول ستونزې او مشکلات جوړول، او ډېر مضر او خطرناک و، نو الله ﷻ پرې مرض ولګاوه او مړ شو.
④ او دا خبره چې رسول الله ﷺ خو منافقین پېژندل خو نه يې وژل، د دې وجه په لاندې ډول وه:
(اول) هغه وخت کې اسلامۍ نړۍ تازه پیل شوې وه د جهاد حکم نه و راغلی.
(دویم) امام مالک رحمه الله په دی اړه فرمايي: په هغه وخت کې د مسلمانانو کمي وه که چرته رسول الله ﷺ هغه منافقین وژلی وای نو بیا به کفارو او مشرکینو هغه کسانو ته ویل چې هغوی تازه اسلام قبلاؤ چې ګورئ اسلام مه راوړئ ځکه چې رسول الله ﷺ هغه نورو خپلو ملګرو پوری تنګ راغلی او وژني يې، نو که تاسو هم ایمان راوړئ کیدای شي چې تاسو هم ووژني.
⑤ اوس په دې نه پوهېږو چې ولې طالبان حکومتي چار واکی وژني؟
د دی لپاره خو بی حده زیات دلایل دي، که زه يې په ليکلو پيل وکړم، نو پرې ستړی به شم، او ته به يې په لوستلو ستړی شې، خو صرف له قرآن کریم څخه به درته دوه واضحه دلایل ذکر کړم او همدارنګه به درته دوه نقلی اوعقلی دلایل هم ذکر کړم، نو که په سر کې دې لک شانتې عقل وي، نو ورباندې پوی به شې!
له قرآن کریم څخه دلایل:
(۱) يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصٰرٰىٓ أَوْلِيَآءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِينَ [سُوۡرَةُ المَائدة : 51] ژباړه: اې مؤمنانو! يهوديان او عيسويان خپل ملګري مه نيسئ، دوى په خپلو منځو کې سره ملګري دي. او كه له ستاسي څخه څوك هغوى خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هماغو کې شمېرل کیږي. په دي کې شك نشته چي الله ظالمان له خپلي لارښوونې څخه بې برخي كوي!
نو ځکه یې وژني چې:
(۲)لَّا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَمَن يَفْعَلْ ذٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِى شَىْءٍ [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 28] ژباړه:مؤمنان دي هیڅكله داسې نه كوي چي مؤمنان پرېږدي او له كافرانو سره ملګرتيا او دوستي وکړي. څوك چي داسي چلند وکړي، د هغه له الله سره هیڅ اړیکه نشته.
او داهم نقلی او عقلي دلایل:
(۱) طالبان ځکه حکومت چارواکی وژني چی دوی د هیواد په اشغال کې له کفارو سره مرسته وکړه نو په دې ظلم کې شریک او همغږي او دهیواد پر اشغال باندې راضي دي.
تاسو وينئ چې د دوی مرسته اوملګرتیا له کفاروسره د دې باعث ده چې د هیواد اشغال او پرافغانانو باندی ظلم وحشت او بمباري دوامداره شوه.
(۲) طالبان ځکه حکومتي چارواکی وژني چې دوی اشغالګر ځواکونو سره یو ځای د مجاهدينو په وړاندې جنګېږي، او په هیواد کې غربی کلتور اوعنعنات رائج کوي او د اسماني قانون پرځای کفري قانون پلي کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button