نشنل انټرسټ: امريکا په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره پاتې کېږي، خو جګړه به ونه ګټي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۷) د امريکا څخه خپرېدونکې نشنل انټرسټ مجلې د تازه ګڼې په يوه مطلب کې ليکلي، چې امريکا په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره پاتې کېږي خو روانه جګړه به ونه ګټلی شي.
سرچينې زياته کړې، امریکا په افغانستان کې د ډېرې اوږدې جګړې تابيا نيولې او ښايي په دومره کم شمير عسکرو دغه جګړه پای ته ونه رسېږي.
د مجلې په مطلب کې راغلي، د امریکا او نورو بهرنيو لسګونه زره پوځيانو دغه جګړه ختمه نه کړه نو څو زره عسکر به يې څرنګه قابو کړي.
سرچينه زياتوي، امریکا هم ښايي په دې پوه شوي وي چې د پوځيانو پر مټ روانه جګړه نه شي ګټلی خو په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره خپل نظامي حضور ته دوام ورکوي.
د نشنل انټرسټ په مطلب کې راغلي، چې د افغان ستونزې تر ټولو ښه حل حلاره په مذاکراتو او خبرو اترو کې ده، نه په جګړه کې.
مجلې د بي بي سي يوې وروستۍ څېړنۍ ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د امريکا او ناټو ځواکونو په موجوديت کې د افغانستان زياته برخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده او يواځې څلوېښت سلنه خاوره باندې افغان حکومت لاس بری دی.
تر دې مخکې هم نشنل انټرسټ مجلې، په خپلو مقالو کې د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي يوه جنګي تګلاره بللې او افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږل يې د جګړې د اوږدولو په معنا یاد کړي دي.



