تخار: پولیسوپه مخامخ ډزو کې د یوې ناوې په ګډون دوه تنه وژلي
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر رسنیو ته ویلي؛ چې پولیسو له ښځو بار موټر سیکل ته امر کړی ترڅو تلاشي ورکړي، خو د زرنج ولا ترې سرغړونه کړې چې په همدې شیبه کې پولیسو پر ښځو برید کړی دی.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د تخار ولایت د مرکز تالقان اړوند دریمه حوزه کې پولیسو پر یو زرنج موټرسیکل ډزې کړې چې څو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر رسنیو ته ویلي؛ چې پولیسو له ښځو بار موټر سیکل ته امر کړی ترڅو تلاشي ورکړي، خو د زرنج ولا ترې سرغړونه کړې چې په همدې شیبه کې پولیسو پر ښځو برید کړی دی.
اسیر ویلي؛ د پولیسو په ډزو کې یوه ناوې او د زرنج چلوونکی چې د ناوې لیور و، وژل شوي او د ناوې مور مرګونې ټپي شوې.
د اسیر په خبره د دې قضیې په تور یې ۴پولیس عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپیژندلي.

دا لومړی برید نه دی چې امنیتي ځواکونه یې پر ولسي خلکو او میرمنو ترسره کوي، تر وړاندې ګڼې پیښې رامنځته شوې چې امنیتي ځواکونو پر بې دفاع ولسي وګړو ښځو او ماشومانو ناتاره ډزې کړې او بیا له کومو تحقیقاتو پرته مجرمین پرخپلو دندو پاتې شوي دي.



