د طالبانو سیاسي دفتر امریکا ته د مخامخ خبرو بلنه ورکړې ده

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې لوړپوړې چارواکې د څرګندونو په غبرګون کې له امریکايي چارواکو غوښتي چې د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل لپاره باید له یاد دفتر سره مخامخ خبرې وشي.

څو ورځې وړاندې، د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز، ویلي و چې طالبانو ته د سولې دروازه لا هم پرانیستې ده او ”هغه طالبان چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني، کولای شي د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي.“

په یاده اعلامیه کې، چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر اکاونټ خپره شوې، ویل شوي چې امریکا باید د افغانستان د ستونزې د سوله ییز حل لپاره د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرو ته کښیني، ”د افغان ولس مشروع غوښتنې ومني او خپل نظر او غوښتنې له سوله ییزې لارې له اسلامي امارت سره د بحث لپاره وړاندې کړي.“

د طالبانو سیاسي دفتر په اعلامیه کې،  یو ځل بیا، ویلي چې جګړه پر موږ تپل شوې ده، ”اسلامي امارت څو ورځې مخکې هم د امریکا ولس او د کانګریس غړیو ته په یوه سرخلاصي لیک کې واضحه کړې چې جګړه زموږ انتخاب نه دی؛ بلکې پر موږ تپل شوې ده.“

په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، ”موږ د اشغال د خاتمې لپاره د افغانستان د مسئلې سوله ییز حل غواړو“.

د طالبانو سیاسي دفتر ټینګار کړی چې د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري او د جګړې ګرمېدل د هیڅ لوري په ګټه نه ده، ”امریکا باید نور په افغانستان کې د جګړې پر ځای د سولې پر سټراټيژۍ تمرکز وکړي. استعمال شوې نظامي لارې چارې، چې په تېرو اوولسو کلونو کې په کراتو تجربه شوی، یوازې جګړه تېزوي او نوره یې هم اوږدوي، چې دا د هیڅ لوري په ګټه نه ده.“


طالبانو امریکایي ولس ته لیک استولی


طالبانو د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۴مه د امریکايي ولس په نامه یو لیک لېږلی و. په یاد لیک کې د امریکا له خلکو غوښتل شوي وو چې خپل مشران او چارواکي په افغانستان کې د نه ګټل کېدونکې جګړې پر ځای، د افغانستان په اړه د ”سالم منطقي سیاست“ غوره کولو ته اړباسي.

طالبانو په لیک کې امریکايي ولس ته لیکلي و، ”جګړه پر موږ تپل شوې، زموږ انتخاب نه دی. زموږ ترجیح دا ده چې د افغانستان مسئله له سوله ییزې لارې حل کړو. امریکا باید اشغال ختم کړي او د افغانستان ولس ته له خپلې عقیدې سره سم د حکومت جوړونې په ګډون د هغوی په مشروع حقوقو قایل شي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button