(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۸ فرید افغان)
اسریلۍ ورځپاڼې «جروزالم پوسټ» خبر ورکړی چې جرمني غواړي په افغانستان کې د نظامي ماموریت په خاطر د «هارون 1» په نامه له اسرائیلي پرمختللو بې پیلوټه الوتکو کار واخلي.
د راپور ترمخه؛ المان د یو کال لپاره د اسرایلو سره د هارن ۱ الوتکو قرارداد لاسلیک کړی دی.
دا جاسوسي الوتکې چې په پرمختللي رادار سیستم سنبالې دي کولی شي د ځمکې پرمخ هر ډول منفجره توکي وپیژني او همداراز د ۲۴ ساعتونو لپاره په هوا کې پاتې شي.
جروزالم پوسټ ویلي چې؛ المان له ۲۰۱۰ را پدیخوا په افغانستان کې اسرایلۍ الوتکې کاروي خو دا لومړی ځل دی چې د افغان جګړې په موخه داسې خطرناکو الوتکو ته هم زړه ښه کوي.
د یادونې وړ ده چې تیرکال امریکایي پوځ هم په افغانستان کې د قاتل په نامه د «هیرو-30» پرمختللې اسرایلۍ بې پیلوټه الوتکې په افغانستان کارولې وې .
باید وویل شي چې اسرایل له افغانستان سره هیڅ ډول سفارتي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري خو د دې هیواد ګڼ شمیر وسایل د امریکایي پوځیانو له خوا په افغانستان کې تجربه شوي دي.

















