امریکا ولې کورنیو چارو وزارت ته د رینجرو له ورکړې انکار کړی؟/ خالد روان

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې له تېرو درې کلونو راهیسې امریکا دغه وزارت ته د رینجرو له ورکړې انکار کړی او دوی د رینجر موټرو کمښت سره مخ شوي دي.

د امریکا دولت د «فورډ امریکايي کمپنۍ» ته ویلي، چې نور دې د افغانستان لپاره رینجر موټرې نه جوړوي او نه یې پیسې ورکوي.
تراوسه معلومه نه ده چې امریکا ولې د کورنیو چارو پر وزارت د خیرات دروازه بندې کړه؛ خو په تېرو شپاړس کلونو کې زرګونه رینجر موټرې له منځه تللي او اوس خو یې سلګونه له طالبانو سره دي.

په ټولنیزو شبکو کې مو داسې انځورونه ډېر لیدلي وي، چې پولیسو رینجر موټرې قومندانانو شخصي ملکیت ګرځولي او کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي. یا یې ټرافیکي پېښه کړي، له سړکونو اوښتې وي او حتا په ونو کې نښتي وي.

امریکا ورو ـ ورو په بېلابېلو پلمو له افغان حکومت سره مرستې بندوي او کله نا کله پرې داسې شرطونه هم ږدي، چې په اوس وخت کې یې د افغان حکومت وسه پرې نه رسېږي.

دوه کاله وړاندې د بروکسل په ناسته کې ناټو له افغانستان سره خپلې مرستې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مشروطې کړې؛ خو سږ کال افغانستان یو ځل بیا د نړۍ څلورم فاسد هېواد شو.

امریکا په تېرو کلونو کې خپلې موخې ترلاسه کړې او یا اوسني حقایق دادي، چې امریکا نه شي کولی خپلو موخو ته ورسېږي؛ نو د همدې له امله پر افغان حکومت خپلې مرستې بندوي او بهانې ورته لټوي.

اوسنی حکومت چې ټول د امریکا پر اوږو سپور دی او خپل عایدات یې صفر دي؛ نو په داسې حالت کې د امریکا د مرستو بندول به ورته بله اندېښنه وي. ځکه د حکومت ټوله نظامي، ملکي، روغتیايي او پراختیايي بودیجه د امریکا او نړیوالو له مرستو ده او کورني عایدات یې د چارواکو د رشوتو خرچه هم نه شي پوره کولی.

نن نېشنل انټرسټ امریکايي مجلې لیکلي وو، چې امریکا په افغانستان کې بریا نه شي خپلولی او د افغانستان جګړې ګټل ورته اسانه دي؛ ځکه د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده جګړه ده او امریکايي ملت د دې جګړې لپاره مالیه نه ورکوي.

د امریکا د هوايي او ځمکنیو بریدونو سربېره اوس هم طالبان د افغانستان له نیمايي پر ډېره خاوره واکمني لري؛ نو د همدې له امله امریکا غواړي چې خپلې پښې سپکې کړي.

نړیوالو څېړونکو په وار ـ وار د امریکا حکومت ته ویلي، چې د افغانستان د جګړې ګټل له امکانه لرې خبره ده؛ ځکه دغه خاوره د امپراطوریو هدیره ده او دلته هېڅ بهرني یرغلګر بریا خپله کړې نه ده؛ بلکې ماتې یې خوړلې ده.

امریکا او ملګرو ته یې پکار ده، چې نور نو له افغانستان پښې سپکې کړي او پر افغانانو دې د نړۍ فاسد چارواکي نه مسلطوي. نه امریکا په خپلو ژمنو کې بریا ته ورسېده او نه افغان حکومت کړې ژمنې پوره کړي؛ نو ښه خبره داده چې حکومت طالبانو ته وسپاري او خلک له اسلامي او عادلانه نظام څخه برخمن شي؛ نو د نړۍ له فاسد او زورواکي نظام څخه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button