(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۸) ملګري ملتونه وايي، په ټول افغانستان کې د تېرو دوو مياشتو پر مهال د روانو جګړو او نا امنيو له کبله شل زره کسان بې ځايه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، د روان کال له پيل راهيسې هره ورځ درې سوه اته پنځوس تنه بې ځايه شوي چې د ټولو بې ځايه شويو کسانو شمير په تېرو دوو مياشتو کې اتلس نيم زره کسانو ته رسېږي.
څه موده مخکې، د مهاجرينو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخيل ويلي و، چې تېر کال د جګړو او نا امنيو له کبله شپږ لکه کسانو خپلې مينې پرېښې او نورو ځايونو ته په کډه کولو اړ شوي دي.
دغه راز د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ راپور هم ويلي و، چې په تېر کال کې يې درې لکه او دېرش زره افغانان په هغه ليست کې ثبت کړي چې خپل ځايونه يې پرېښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.
د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته په افغانستان کې د بهرنيو او داخلي ځواکونو په شپنيو چاپو، عملياتو او هوايي بريدونو کې زياتوالی راغلی چې ورسره جنګ جګړې بريدونه او نا امنۍ زياتې شوي او تر ډېره يې زيان ملکيانو ته اوړي.

















