امریکایي لیکوال بارنټ روبین: طالبانو هر وخت سولې ته ژمنتیا ښودلې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)
د امریکا پخوانی دیپلوماټ او د جنوبي اسیا مشهور تحلیلګر او لیکوال د طالبانو د وروستي لیک په ځواب چې امریکایي ولس ته یې استولی و، ځوابي سرخلاصی لیک لیږلی.
دا لیک چې د نیویارکر مجلې نشر کړی، په کې راغلي چې طالبانو هیڅ وخت د سولې فرصتونه له لاسه نه دي ورکړي او دا یې ښودلې چې دوی سولې ته ژمن خلک دي.
روبین ویلي؛ زه پوهیږم چې ستاسو مخالفین ستاسو استقلال ته په سمه سترګه نه ګوري او تاسو هم هغوی پردیو ته منسوبوی.
نوموړي د کابل د وروستيو بریدونو په غبرګون کې د ترمپ دریځ ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې هغه د امریکا مستقله تګلاره نه وه. ځکه چې په وینا یې“ تاسو خپله ولیدل، د امریکا متحده ایالاتو په دوشنبه اعلان وکړ چې د طالبانو سره د خبرو لپاره یې دروازې پرانیستلې دي.“
روبین واضحه کړې چې طالبانو آن د ۲۰۱۰ نومبر میاشتې پر ۲۸مه نیټه د طیب اغا په مشرۍ له جرمنیانو سره پټ ملاقات وکړ.
طیب اغا د یو لړ اعتماد جوړونو په خاطر وړاندیز کړی و، چې“ امریکا به د ګوانتنامو څخه یو شمیر بندیان خوشي کوي او پر طالبانو به شته بندیزونه هم لري کوي.
په مقابل کې به یې طالبان په ښکاره اعلان کوي چې دوی د نړیوال تروریزم څخه فاصله نیسي او د سوله ییز حل لپاره به سیاسي پروسه پیلوي.
چې د دفتر تر پرانیستلو وروسته به دواړه لوري پرمحدود اوربندهم سلا کیږي.“
د ده په خبره؛ طالبانو دفتر پرانیست خو موږ د هغوی بیرغ ونه شو زغملی او په رسمیت مو ونه پیژانده .
روبین ویلي؛ امریکا تل په جګړو ټینګار کړی او همیشه یې ویلي چې طالبان دې یا په خپلو کړو پیښماني څرګنده کړي او یا به ووژل شي .
نوموړی اعتراف کوي؛ تاسو کرزي ته د اوربند وړاندیز وکړ او د کرزي حکومت ته مو څلور هغه ولایتونه وسپارل چې تاسو لا باندي واکمن واست. تاسو په ځواب کې د حکومت څخه د څوکیو او منصبونو غوښتنه هم ونه کړه، یوازي مو باعزته ژوند غوښت تر څو په سولییزه فضا کې ژوند وکړئ.
خو د جورج بوش ادارې د افغانستان د نوي حکومت په تشکیل کې ستاسو د ګډون مخه ونیوله، د امریکا دفاع وزیر ډونلډ رامسفیلډ اعلان وکړ چې ستاسو سره به نه مذاکراتي لاره غوره کوي او نه به درته معافیت درکوي.
نوموړي ویلي چې تاسو باید پر حکومت او امریکایانو فشار زیات کړی څو موسیاسي دفتر په رسمیت وپیژني او د ټرمپ اداره باید د سولییز حل په اړه خپله تګلاره روښانه اود افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو مهالویش څرګند کړي
د روبین په خبره؛ د ټرمپ اداره باید له هغو خیالونو تېره شي چې اضافي پوځونه به د دوی مخالفین اړ کړي تر څو د زور له لارې خپل مخالفین خبرو ته وهڅوي.
بارنټ روبین په پای کې ویلي چې ؛ خبرو کې باید افغان حکومتي لوری که هرڅومره فساد کې ښکیل ده هم ګډون ولري او طالبان باید واشنګټن او کابل ته واضحه کړي چې پر یوه موقت اوربند ورسره موافقه وکړي



