تبصره
په افغانستان کې د روان کړکېچ د پای ته رسېدا لپاره تېر کال د کابل پروسې لومړی پړاو د جون د میاشتې په ۶مه نېټه د ۲۴ هېوادونو او دریو نړیوالو سازمانونو په ګډون په کابل کې ترسره شو. خو هغه تمه چې له کابل پروسې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه کېده، څه ترې ترلاسه نه شول، یواځې پر دې اکتفا وشوه چې په بل (دویم) پړاو کې به هغه څه باندې بحث وشي کوم ته چې اوس په کم وخت کې زمینه برابره نه وه.
په نن غونډه کې، چې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو معینانو پکې ګډون کړی، د نورو بحثونو تر څنګ به پر دې زور وشي چې څرنګه په جګړه کې ښکېلې خواوې د سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره یوې نوې طرحې وړاندې کولو ته راغونډی کړل شي.
تېر کال چې د کابل پروسې لومړۍ غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده، دا رنګه شونې ده چې دویم پړاو هم د هلو ځلو باوجود بې نتیجې پای ته ورسېږي. ځکه چې د یوه کال په تېرېدو سره د افغانستان په مسئله کې د پرمختګ لپاره یو ګام هم نه دی پورته شوی څو د دویم پړاو کامیابۍ ته زمینه سازي وکړي.
تېر کال د کابل پروسې په لومړي پړاو کې د طاالبانو لخوا د سولې په اړه کوم ډاد موجود نه ؤ، اوس چې د کابل پروسې له غونډې دمخه د یوې اعلامیې له مخې طالبانو د سولې غږ پورته کړ، د طالبانو لخوا سولې ته چمتووالی به یو څه اثر ولري، خو دا تمه هم نشي کېدای چې د کابل پروسې دویم پړاو به د جګړې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
د کابل پروسې دویمه غونډه کې د تاجکستان، اوزبکستان، روسیې، قزاقستان، ترکمستان، چین، ایران، پاکستان، هند، ترکیې، سعودي عربستان، قطر، عربي متحده اماراتو، د امریکا، بریتانیې، المان، فرانسې، ایټالیا، ناروې، سوېډن، کاناډا، جاپان، کوریا، اسټرالیا، د اروپايي ټولنې، ناټو او د ملګرو ملتونو استازي ګډون کړی.
اوس به هم په دې ټینګار وشي چې د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه د سولې د پروسې لپاره لاس په کار شي څو د سیمه ییزي او نړیوالې اجماع له لارې سولې ته په رسېدو ټولې ستونزې حل کړل شي. خو دا چې امریکا د سولې په شعار جګړه خپل هدف ته د رسېدو لپاره دومداره ساتي، د کابل پروسې پایلې ګټورې نه ښکاري.

















