چارواکي: طالبانو د کندهار- روزګان پر لاره پوليس تښتولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۹) سيمه ييز امنيتي مسئولين واي، چې طالبانو نن سهار له يوې نښتې وروسته د کندهار- روزګان پر لويه لاره نوولس پوليس تښتولي دي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق نن د چهارشنبې په ورځ رسنيوته وويل، طالبانو تېره ورځ د کندهار- روزګان پر لويه لاره د تالاشۍ پر مهال نوولس پوليس تښتولي چې څو تنه پکې مسافر هم دي.

جنرال رازق طلوع نيوز ته ويلي، دغه کسان د روزګان ولايت څخه کندهار ته پر لاره و چې د روزګان په چوره ولسوالۍ کې د طالبانو لاسته لوېدلي دي او له ځان سره يې بيولي دي.

نوموړی وايي، په دې کسانو کې پنځه پوليس د ميانشين ولسوالۍ او نور د روزګان اوسېدونکي دي زياتوي چې په دې  اړه يې پلټنې پيل کړی تر څو دغه پوليس له طالبانو خوشې کړي.

په عين حال کې، د کندهار يوې امنیتي سرچينې ويلي چې طالبانو د ملي اردو ځواکونو يونيوروم په تن کړی و او لومړی يې په سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ، پنځه پوليس ووژل شول او څلور نور زخميان شول او وروسته يې په لويه لاره د موټرو تلاشي پيل کړه يواځې هغه کسان يې له موټرو ښکته کول چې په پوليسو کې يې دندې لرلې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button