له اعلان شوي اوربند سره سره.. پر الغوطة درنه بمباري لا هم دوام لري

د الجزیرة خبریال خبر ورکوي چې په ختیځ الغوطة کې پر دوه ښارونو هر یو: دوما او زملکا باندې هوایی بمبارۍ له کبله دوه کسان وژل شوي او یو شمیر ټپیان دي، او زیاتوي چې بمباري د روسیې لخوا د اوربند تر غزولو وروسته بیا هم دوام لري.
په الغوطة کې د جنګ له ډګر نه خبري سرچینې وایي چې نن د جمعې په ورځ هم ۴ ځل په دوما ښار او د ښار اړوند کلیو باندې الوتکو بمبارۍ ترسره کړې، په عین حال کې د سوریایی رژیم اړوند ځواکونو الوتکو د الشیفونیة ښار په المرج سیمه باندې چاودیدونکي بیرلونه د اوربند له نفاذ نه لږ مخکې غورځولي دي.
د سوریې او روسیې رسمي اعلامیو له مخې به اوربند به هره ورځ په سیمه ایز وخت د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو به پای ته رسیږي او له سیمې څخه به ملکې خلکو ته له هغو لارو چې مسکو ورته د الوافدینو د کیمپ له لارې چې د الغوطه شمال ته موقیت لري ټاکلي د وتلو اجازه وي.
په سوریه کې د روسیې د اوربند د نظارت مسؤل د انټرفکس خبري اژانس ته ویلي دی چې: روسي فوځ دغه اوربند د جمعې په ورځ د الغوطة په ختیځ کې د پنځو ساعتونو لپاره اعلان کړی چې د تیرو څلورو ورځ و راهیسې په سیمه کې څلورم اوربند دی.
بل پلو ته مسکو او سوریایی رژیم پر مخالفینو تور پورې کړی دې چې د الوافدینو د کیمپ د وتلو پر لاره یې بریدونه کړي څو د وتونکو ملکي خلکو مخه ډپ کړي، خو مخالفینو دا تور رد کړی دی.
![The Syrian government began bombing Eastern Ghouta, home to almost 400,000 people, on February 18 [AFP]](https://i0.wp.com/www.aljazeera.com/mritems/imagecache/mbdxxlarge/mritems/Images/2018/3/2/d5e9495ac5c5473ea68e807146fd4e1d_18.jpg?w=780&ssl=1)
د الجزیرة خبریال له ختیځې الغوطة خبر ورکوي چې نږدي ۱۹ ملکي کسان پرون د روسي او سوریې په بمباریو کې هغه مهال ووژل شول چې روسیې ۳ ورځې مخکې هره ورځ د پنځو ساعتونو لپاره اوربند هم اعلان کړی دی.
په عین وخت کې د ملګرو ملتو اړوند آژانس هغه انځورونه خپاره کړي دي چې د وروستیو بمباریو په پایله کې رامینځته شوي او د ختیځ الغوطة ۳/۲ برخه ښئ چې ویجاړه او نړول شوې ده، انځورونه د سیمې ۶۲ کیلو متره مربع + نیم کیلو متر مربع سیمه په کنډوالو بدله شوې ده، شننه ښئ چې ودانۍ په سیمه کې په مکمل ډول ویجاړي شوي او بشري زیان یې هم اړولی دی.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل



