خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:
آيا د هېواد د كانونو پر لوټمار توافق شوى؟
شناند:
یواځې د کانونو پر لوټمار نه بلکې، د ملت د وژلو، نیولو، سپکاوي او ناموسونو پر لوټمار توافق شوی، کانونه خو کوچنۍ موضوع ده
اصلاح:
زموږ پر مېنو د واشنګټن د ګټو جګړه!
شناند:
او جګړه هم زمونږ په مېنو کې د زیږیدلو ( ملی اردو، اربکیانو) په استعمالولو زمونږ د مېنو د ورانولو لپاره پر مخ وړل کیږي
اراده:
د قطر دفتر تړل د چا په زيان دي؟
شناند:
د جګړه غوښتونکو په زیان
هېواد:
۳۲ كاله وروسته يو ښه پيل!
شناند:
خو چې زیر کاسه نیم کاسه وجود ولري
ویسا:
د يوې سترې سياسي غلطۍ درنه بيه!
شناند:
یعنې په لوی لاس هیواد ته یهود او نصارا راوستل
نشنل انټرسټ:
امریکا پوهېږي چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلای، خو د خپلو ګټو لپاره هلته پاتې ده
شناند:
خو چې د افغانۍ یو رښتینی بچي هم ژوندی وي نو ګټې به یې هم له ستوني وباسي
ځايي چارواکي:
د کونړ په پنځو ولسوالیو کې داعش ډله د نویو جنګیالیو پر جلب او جذب بوخته ده
شناند:
خو امریکا یې نه ویني!!! ځکه چې دا له یوه انچه کوچنۍ ډله ده، او د غني مزدور حکومت بیا اعلانونه کوي چې دغه ډله یې د تل لپار ځپلې ده!!؟!؟
حامد کرزى:
رسنۍ دې د جګړې په اړه تبليغ نه کوي
شناند:
یعنې باید واقعیت پټ کړي او ستا په څیر درواغ ووایي چې خیر او خیریت دی؟
ولسمشر غني:
یو منتخب ولسمشر یم او د واک موده مې په اساسي قانون کې تسجیل شوې
شناند:
منتخب نه خو د جان کیري په لاس ولسمشر شوی یې، درواغ هم یوه اندازه لري
او د اساسي قانون جنازه خو دې د واک په اوله ورځ وویستله
ګوندونه:
جمعيت اسلامي له ارګ سره په خبرو کې يوازې د خپل ځان غم خوري
شناند:
ځکه چې ارګ یې د پلار (ربانی) میراث دی کنه
اراده:
سوله په تصميم او اخلاص سره راتلاى شي
شناند:
خو په دموکراسۍ کې د اخلاص مور مړه ده
ویسا:
د سي آى اې د وحشتونو يوه بېلګه
شناند:
په ټوله نړۍ کې بیوزلۍ او بیوزلانو کچه لوړول
سرنوشت:
جنگ دشوار و طولانی افغانستان
مبصر:
به سبب دخول دشمن قسم خورده ای اسلام در کشور
۸صبح:
پروژۀ تاپی؛ از ارمان تا مسؤولیت
مبصر:
و از تطبیق و تا حسابدهی درست
اراده:
د افغان – ترک ښوونځيو مدیریت د تركيې حكومت ته وسپارل شو
شناند:
ډیره ښه، چې د امریکا د غلام فتح الله ګولن ملا یو ځل بیا هم ماته شوه
وزیر خارجۀ قطر:
اسرائیل باید خشونت علیه فلسطینی ها را متوقف کند
مبصر:
ورنه، اسرائیل نیز زندګي آرام نخواهند دید



