غزني لاريونوال: پلاوی راغلی خو غوښتنې يې نه دي منل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۶) نن پنځمه ورځ ده چې لاريونوالو د کابل- کندهار لویه لاره د درې تنو د وژل کېدو او دوو نورو د يرغمل کېدو په غبرګون تړلې ده.
د لاريون يو تن تنظيموونکي صديق الله ذهين رسنيو ته وويل: د کابل څخه راغلي پلاوي سره خبرې شوي خو غوښتنو ته يې مثبت ځواب نه دی ویل شوی.
نوموړی وايي، لا هم د قره باغ ولسوالۍ د شيراباد کلي دوه تنه اوسېدونکي د نيختي کلي د سيمه ييزو پوليسو له لوري يرغمل دي او چارواکي يې د خوشې کولو هيڅ اقدام نه کوي.
د ذهين په خبره، د لاريونوالو شمېر هره ورځ په زياتېدو دی او زياتوي چې تر هغې به د کابل- کندهار لويه لاره بنده وساتي ترڅو يې مجرمينو ته سزا نه ورکړل شوي او يرغمل کسان له محلي پوليسو خوشې شوې نه وي.
له بله پلوه د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، د اسدالله وفا په مشرۍ له کابل څخه راغلی پلاوی د اعتراض کوونکو سره په خبرو بوخت دی او تمه ده چې يوې پايلې ته ورسېږي.
وړمه شپه د غزني د والي په امر دولتي ځواکونو د معترضينو ځينې خيمې وسوځولې، لاريون کوونکي يې ووهل او ډزې يې پرې وکړې چې په ترڅ کې يې څو تنه ټپيان شول.
د قره باغ د شيراباد کلي اوسېدونکي وايي، چې د نيختي کلي اوسېدونکو او سيمه ييزو پوليسو د دوی په کلي کې په يوه کور حمله وکړه درې تنه يې ووژل او دوه تنه نور يې له ځان سره يرغمل کړل.



