(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۹ فرید افغان)
د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي چې، د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسلوالو پر ضد پیل شویو عملیاتو کې د ملي اردو او کمانډو ځواکونو ته دروند ځاني زیان اوښتی.
د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وایي؛ د طالبانو سره په مخامخ حملو کې د ملي اردو او کمانډو ځواکونو ۱۸ تنه ځواکونه وژل شوي.
د نوموړي په وینا؛ د کمانډو ۹ ځواکونه وژل شوي او درۍ تنه نور طالبانو ژوندي له ځانه سره وړي.
یو شمیر نورو امنیتي سرچینو بیا د وژل شویو شمیر تر ۳۰ لوړ بللی چې په وینا یې د یو شمیر جسدونه هم ورک دي.
د فراه ولایت د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد بیا رسنیو ته ویلي چې دوی یواځې د ۴ کمانډویانو د وژلو څخه خبر لري.
نوموړي همداراز د ۲۰ طالبانو د وژل کیدو ادعا هم کړې.
پر همدې مهال طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ چې د فراه رود تپه سادات سیمه کي یې له عملیاتي قوې سره جګړه شوې چي ۵۳ تنه کمانډو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې
د نوموړي په وینا، په جګړه کې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي
د یادونې وړ ده چې دا عملیات د فراه د والي بصير سالنګي تر رهبرۍ لاندې پیل شوي چې والي ترې تیره ورځ د طالبانو د مرګوني برید له امله پښې سپکې کړې.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د کاپیسا نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې اړوند د ولي خانخیلو سیمه کې ګډوځواکونو پر طالبانو چاپه وهلې چې له متقابل غبرګون سره مخ شوي.
طالب ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي، په ځوابي بریدونو کې ۴ تنه کمانډو عسکر وژل شوي، او ګڼ نور ټپيان دي.
نوموړی زیاتوي؛ نور راغلي عسکر بیرته له سیمې تښتیدلي.
دولتي چارواکو تر اوسه د کاپیسا د پیښې په تړاو وضاحت نه دی ورکړی.
















