دایکندي: ترافیکي پېښه کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۳) د دایکندي ولايت د ترافيکو مسئولين وايي، په دې ولايت کې د يوې ترافیکي پېښې له کبله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دایکندي د ترافيکو مدير اسدالله وايي، پرون له غرمې وروسته د شهرستان ولسوالۍ په پيش غار سيمه کې يو فلانکوچ ډوله موټر له سړکه اوښتی له کبله يې څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د اسدالله په خبره، د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه نه دی.
په هېواد کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتياطي او غير مسلکي موټرو چلوونکو د تيز رفتارۍ له کبله وخت ناوخت ترافيکي پېښې رامنځته کېږي او لسګونه کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د معلوماتو له مخې، په دغې ولايت کې د روان کال په ترڅ کې له درې سوو زياتې ترافيکي پېښې شوي چې له کبله يې اویا تنه مړه شوي دي.



