ترکیا ( کابل ټکی کام : سه شنبه، ۱۷ مه، لیندۍ ۱۳۹۴ ل)
د ترکې ساحل کې نن ۶ تنه افغان ماشومان هغه مهال مړه شول چې ددوي بېړۍ اوبو ډبه کړه .
دغه کشتې له ترکې څخه یونان ته روانه وه چې ډوبه شوه .
د ترکيې اناتولیا خبري اژانس د خبر په استناد، د ترکيې امنیتي چارواکي وايي، چي د۶ تنو ماشومانو مړي يې موندلي نورو دوو په لټه کې دي چې تر څو هغوي هم پیدا کړي.
دغه آژانس وايي، چې په کشتۍ کې بار مساپر ټول افغانان ول، د هوا له تېزوالي له امله کشتۍ د ترکیې د ازمیر ولایت چسمې ښارګوټي ته نژدې اوبو کې اوښتې او دوبه شوې .
د کشتۍ ۸ تنو نورو سپارو کسانو خپل ځانونه د بادي واسکټونو په مټ ژغورلي دي .
بدرالدین ځواک
















