شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

دولت د افغان کډوالو د ستونزو له حل څخه ناهيلی شو

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 8, 2015
کټګوریانې: سرمقاله, غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د دولت موجوده اداره چې د ملي حکومت د دواړو ډاکټرانو د خپلو کمپاينونو په دوران کې ولس ته په هره غونډه کې دافغانستان دامن د لومړيتوب وروسته د کډوالو د راستنيدا او بيا وروسته د يوه داسې نظام چې اقتصاد ، زراعت ، تعليم او نورو برخو کې هېواد په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو ودروي ټټرونه وهلي وو؛ خو تر۹ مياشتو پورې يې د حکومت په جوړښت اتفاق نه راته او دا دی تر کال  زياتې مودې پورې يې نه په افغانستان کې امنيت راوست او نه يې افغان کډوالوته خپل هېواد ته د راستنيدو زمينه برابره کړه. هره اونۍ د خليج او په ځانګړې توګه د يونان او ترکيې په اوبو کې په پټه توګه د کډوالو د بېړيو د چپه کيدو او پکې د افغانانو د مرګ خبر ورکول کېږي . د ملګرو ملتونو د سازمان د کډوالو ادارې خو څو وارې پر اروپايي هېوادونو غږ کړی دی ، چې په غربي هېوادونو کې پنا اخيستونکو ته د ژوند تېرولو زمينه برابره کړي ؛ خو د سوريې کډوال چې د اروپا يي هېوادونو په لورې مخه کړې ده ، دومره زيات شوي دي چې اروپايي هېوادونه نور د افغانانو د منلو څخه انکاري شوي. په سږني کال کې اروپايي هېوادونوته په تلوونکو کډوالو کې پنځم شخص افغان دی چې که څه هم دغربي هېوادونو له انکاره خبر شوي دي خو بيا هم په خپل هېواد کې د نا امنيو له امله اروپاته د تګ سختيو ته يې غاړه ايښې ده. په ګاونډيو هېوادونو کې يې هم افغان کډوال د پخوا په نسبت د زياتو ستونزو سره مخ دي؛ لومړۍ ستونزه چې افغان کډوالو ته په ګاونډيو هېوادونو کې وه هغه ايران و ، چې په درې زره افغان کډوالو باندې يې د بېلا بېلو جرمونو په نامه د اعدام امر صادر کړ. دغه رنګ په پاکستان کې بېلابېلو سېمو کې د افغان کډوالو سره هغه سلوک  اوس نه کېږي کوم چې د ۱۹۹۶ ز د مخه کېده . د ايران او پاکستان د دواړو ګاونډيو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او په ځانګړې توګه د کډوالو د وزارتونو مشرانو د ليدلو لپاره افغان دولت دکډوالو د چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د پلاوو په مشرۍ ايران او پاکستان ته ولېږه او د بلخي په وينا دواړو هېوادونو ورسره د افغان کډوالو د ستونزو په راکمولو کې ژمنې وکړې اما د کډوالو په وينا ستونزې يې په خپل حال پاتې دي. د ولسمشر اشرف غني مېرمنې رولا غني د افغان کډوالو د ژوند او ستونزو د حل په اړه اروپآيي هېوادونو ته سفرونه وکړل خو هېڅ نتيجه يې ورنکړه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان استازې« مايا امرتونګا » خبري غونډه کې ويلي: ۷۰ سلنه کډوال اروپا ته د يونان له لارې روان دي او هره اونۍ له افغانستان څخه د اروپا په لورې د کډوالو په  شمېر کې زياتوالی راځي. دکډوالو وزير چې وايي په روان ميلادي کال کې تر۶۰۰۰زرو پورې کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې دا دخپل وزارت لاس ته راوړنه بولي ؛ خو دوی ناخبره دي چې تر ۱۰۰۰۰ سل زرو زيات افغان ځوانان د اروپايي هېوادونو له لارې له افغانستانه وتلي دي. عالمي بلخي دا هم ويلي چې تر۲۰۱۷ز پورې د ملګرو ملتونو لخوا ورسره د۵۵۳ ميليونو ډالرو ژمنه د افغان کډوالو لپاره شوې ده  خو هغه کډوال چې افغانستان ته راستانه شوي تراوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې او دولت هم اعتراف وکړ چې کډوالو سره د ستونزو په حل کې ناکام شوی.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

مخکینې مطلب

بېړنی خبر: د کندهار هوايي اډې ته څوتنه سرتېري بريدګر ننوتلي سخته جګړه روانه ده

بل مطلب

د ترکې اوبو ۶ تنه افغان ماشومان ډوب کړي دي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com