ويسا: د جګړې اصلي لورى امريكا او د دوى ملګري دي
که رښتيا موخه سوله وي ولې د امريکا د پوځي عملياتو او بمباريو خبره نه مطرح کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۸) تېره ورځ په تاشکند کې د افغان سولې غونډه کې چې د افغانستان او ازبکستان ولسشمرانو په ګډون پکې د شل هېوادونو استازو ګډون درلود او له طالبانو غوښتنه وشوه چې له کوم شرط پرته دې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهير سره دې يوځای شي.
ويسا ورځپاڼې په خپلې ننۍ سرمقالې کې د تاشکند غونډه د حکومت له لوري يو تبليغاتي کمپاين بللی زياتوي له دغسې غونډو تمه درلودل هسې د هوا ګزول دي.
ويسا ليکي، په دغسې غونډو کې د افغانستان ملي حاكميت ته درناوى، له افغان حكومت سره د مرستو غږ، پر طالبانو ټينګار چې د افغان حكومت د سولې وړانديز ته مثبت ځواب وركړي، له نشه يي توكيو او ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې شعارونه او نور دې ته ورته هغه تکراري سپارښتنې او شعارونه دي چې افغانان يې له تېرو ۱۶ كلونو په هره نړيواله غونډه كې اوري او د دغسې غونډو موخه د ستونزو د حل پر ځای د يوې کاذبې تبليغاتي فضا جوړول دي.
د ويسا په خبره، سوله په سپارښتنو، عذرونو او درواغجنو شعارونو نه شي راتلی که په ريښتيا د دغسې غونډو هدف سوله وي نو ولې په افغانستان او سيمه کې د امريکا د پوځي عملياتو او بمباريو خبره نه مطرح کېږي.
ويساليکي، د تاشکند غونډې ګډون وال په دې پوه دي چې طالبان د افغان شخړې یو اړخ دی او د جګړې اصلي لوری امريکا او ملګري يې دي.
ویسا زياتوي، كه امريكا او لويديز هېوادونه له افغانستان او سيمې نه د خطر احساس كوي او پلمه يې همدغه وي چې بايد په افغانستان او سيمه كې پوځي حضور وساتي، ولې په دې تړاو داسې ګډ تصميم نه نيول كېږي چې همدغه سيمه ييزه اجماع به د دې ګواښ د مخنيوي تضمين كوي.
ويسا زياتوي، د ستونزې اصلي اړخ په داسې غونډو کې نه شاملېږي او له کلونو راهيسې يواځې نمايشي غونډې جوړيږي چې سپارښتنې او شعارونه يې تکراري او بې ګټې دي.



