(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۳) ډبليو اف پي يا د خوړو نړيوال سازمان وايي، په افغانستان کې ديارلس ميلونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د دغې سازمان مشر ډيويډ بېسلي د افغانستان د خلکو د خوړو روان وضعيت اندېښمن بللی او له مرسته کوونکو هېوادونو يې غوښتي چې مرسته ورسره وکړي.
د خوړو نړيوال سازمان وايي، دوه کاله مخکې نهه ميلونه وګړو د خوړو خونديتوب نه درلودو خو اوس دغه شمېره ديارلس ميلونو ته رسېدلې ده زیاتوي چې په دوی کې اته ميلونه کسان په جدي ډول د خوړو له کمښت سره مخ دي او پاتې نور يې هم د خوړو د پيداکېدو په اړه ستونزې ګالي.
د بېسلي په خبره، د ديارلس ميلونه وګړو د وضعيت ښه کېدو لپاره ۱۸۴ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده چې بايد مرستې ورسره وشي.
نوموړی په افغانستان کې وچکالي، جګړې او نا امني د خوړو د نه خونديتوب لاملونه بولي په خبره يې که مرسته کوونکي هېوادونه دغې وضعيت ته جدي پاملرنه ونه کړي پايلې به يې خرابې وي او ښايي يو ځل بيا افغانان کډوالۍ ته اړ شي.


















