جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د نړۍ پای (۷۲مه برخه) – آيا د سد ذوالقرنين د چين له ديوال سره څه تعلق شته؟ –

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 2, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
44
ځلې شریک شوی
360
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

آيا د سد ذوالقرنين د چين ([1]) له ديوال سره څه تعلق شته؟

د سد ذوالقرنين او د چين په ديوال کې په څو اعتبارونو سره فرق شته:

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

(۱) ذوالقرنين دا ديوال د ياجوج ماجوج حملو د منع کولو لپاره جوړ کړی وو او د چين ديوال د هغه وخت واکمنانو د خپل هيواد د ساتلو لپاره جوړ کړی دی.

(۲) سد ذوالقرنين له اوسپنې او مسو څخه جوړ شوی او د چين ديوال له ډبرو او خښتو څخه جوړ شوی.

(۳) د ياجوج ماجوج ديوال د دوو غرونو په مينځ کې د هغوی د لارې بندولو لپاره جوړ شوی او د چين ديوال د مختلفو غرونو په څنډو څنډو کې جوړ شوی او له مشرقي چين څخه تر مغربي چين پورې په زرګونو ميله فاصلې باندې ولاړ دی.

(۴) د ياجوج ماجوج ديوال به په اخره زمانه کې چې کله د الله خوښه شي نو مات به شي او د چين ديوال په ماضي کې له کوم لوري ماتيدلای شي.

مصنوعي سپوږمکۍ ياجوج ماجوج ولې نشي ليدلای؟

د زمکې د ټولو برخو پيژندل او هلته په موجود ټول مخلوق باندې احاطه کول يواځې د الله تعالی په اختيار کې دي او الله تعالي هر شی د خپل علم په احاطه کې راوستلي دي، که چيرته مونږ ته د ياجوج ماجوج ديوال، يا د دجال ځای يا نور مخلوقات معلوم نه دي نو د دې مطلب هيڅ کله دا نه دی چې هغه موجود نه دي، کيدای شي چې الله تعالی له خپل مخلوق څخه د ياجوج ماجوج ديوال پټ ساتلی وي، دا هم ممکنه ده چې الله تعالی د خلکو او د هغه په مينځ کې يو داسې شی حائل کړی وي د کوم له امله چې مخلوق هغه نشي ليدلای لکه له بني اسرائلو سره کله چې الله تعالی هغوی په ميدان تيه ([2]) کې د ورکيدا لپاره پريښودل نو هغه په زمکه کې په څو کلوميتره سيمه کې تر څلويښتو کلونو ورک اوسيدل او خلکو ته د هغوی هيڅ معلومات نه وو تر دې چې هغه موده ختمه شوه، الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هغه د هر شي لپاره يو معين وخت او موده مقرر کړي دي، الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

 وَ کَذَّبَ بِہٖ قَوۡمُکَ وَ ہُوَ الۡحَقُّ ؕ قُلۡ لَّسۡتُ عَلَیۡکُمۡ  بِوَکِیۡلٍ ﴿ؕ۶۶﴾ لِکُلِّ نَبَاٍ  مُّسۡتَقَرٌّ ۫ وَّ سَوۡفَ تَعۡلَمُوۡنَ ﴿۶۷﴾  ([3]).

ژباړه :

دروغ وباله دا (قران يا دغه عذاب) قوم ستا (يعنې قريشو) حال دا چې دغه (قران يا عذاب) حق دی ؛ ووايه اې محمده ! دوی ته نه يم زه په تاسې وکيل (ساتونکی) هرې خبرې ته يو وخت مقرر دی او ژر به پرې وپوهيږی تاسې.

د کوم شي له معلومولو څخه چې خلک پخوا بې وسه دي له دې وروسته هم هغه نشي معلومولای، ځکه چې د الله تعالی په نزد د هر شي لپاره خپل وخت مقرر دی ([4])

آخيري خبره دا چې قاضي عياض   رحمه الله ويلي:

د ياجوج ماجوج په باره کې دا وارد حديثونه په حقيقت بنا دي، په هغو ايمان لرل واجب دي، ځکه چې د ياجوج ماجوج خروج د قيامت له نښانو څخه دي، د هغوی په باره کې له واردو حديثونو څخه دا ويل کيدای شي چې د هغوی د ډير والي له امله به له هيچا سره د هغوی په مقابل کې د جنګ کولو طاقت نه وي، هغوی به د الله تعالی نبي عيسی  علیه السلام او له دجال څخه نجات غوښتونکي د هغه ملګري به محاصره کړي، عيسی  علیه السلام به د ياجوج ماجوج په خلاف الله تعالی ته سوال وکړي نو الله تعالی به د هغوی په غاړو کې يو چينجی پيدا کړي د کوم له اثر څخه به چې هغوی ټول هلاک کړی شي، له هلاکت وروسته به د هغوی د جسدونو له تعفن څخه خلک ډير په تنګ شي، عيسی  علیه السلام او د هغه ملګري به بيا الله تعالی ته سوال وکړي نو الله تعالی به داسې مرغان را وليږي کوم به چې د هغوی جسدونه پورته کړي او په هغه ځای کې به يې وغورځوي چيرته چې د الله تعالی خوښه وي ([5]).

آخيري خبر

آيا په مسلمانانو باندې د ياجوج ماجوج په مقابل کې جنګ فرض دی؟

ځواب

په هر چا باندې د هغوی په خلاف جنګ کول فرض نه دي لکه چې د حضرت عيسی  علیه السلام په قيصه کې تير شول چې الله تعالی به عيسی  علیه السلام ته وفرمايي: ما خپل يو شمير داسې بنده ګان را ليږلي له کومو سره چې د جنګ کولو همت په چا کې نشته، لهذا ته زما مؤمن بنده ګان در سره کړه او کوه طور ته ولاړ شه ([6]).

[1]  – د چين دغه لوی ديوال په انساني تاريخ کې داوږدو تعميرونو يوه نادره نمونه ده، د هغه اوږ والی (۶۴۰۰) کلوميتره دی، په هغه باندې له مسيح څخه (۴) کاله د مخه کار شروع شو او تر (۱۷) عيسوي پورې شروع وو، دا ديوال چينايانو د شمال له لوري له حمله کوونکو څخه د ځان ساتنې لپاره جوړ کړی، دا ديوال د چين له شمال مشرقي ساحل څخه شروع دی او د چين تر وسط تللی، د مياشتو او کلونو په تيريدا د هغه څه برخې نړيږي، خو په وروسته کې هغه بيا جوړيږي، د هغه د بنيادي برخې اوږوالی (۳۴۶۰) کلوميتره دی، د ديوال لوړ والی (۵.۷) ميتره دی او تر غټوالي د بنياده (۵.۷) ميترو کله چې پورته ځي نو دا (۶. ۴) تللی، په ټول ديوال کې د هر (۱۸۰) ميترو په فاصله کې يو د څارنې برج جوړ شوی، په تيرو پيړيو کې د دې ديوال يو شمير برخې نړيدلې وې کومې چې چينايانو په (۱۹۴۹) عيسوي کې بيا دوباره جوړې کړې.

[2]  – يعنې کله چې بني اسرايل په ميدان تيه کې ورک شول، نه هغوی ته لاره معلوميده او نه ورته اطمنان حاصليده، د بني اسرايلو په زمکه کې د ورکيدا قيصه داسې ده چې کله الله تعالی حضرت موسی  او د هغه قوم له (آل فرعون) څخه نجات پيدا کړ نو موسی  هغوی ته وويل (ادْخُلُوا الأَرْضَ المُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ ننوځئ تاسې زمکې پاکې کړی شوې د (بيت المقدس، يا د شام، يا د ايليا، يا د اريحا ته) هغه زمکه چې مقرره کړې ده الله تعالی تاسې ته (په لوح محفوظ کې په شرط د ايمان ستاسې) دا زمکه د بيت المقدس وه مګر هغوی هلته له ورتلو انکار وکړ او وې ويل (إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىَ يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ) په دې زمکه کې يو قوم دی ډير زورور (چې مونږ يې د مقابلې طاقت نلرو) يعنې ډير قوي هيکل، ميړني، پيا وړي او له رعبه ډک او ويروونکي دي: او بيشکه مونږ له سره نه ننوځو په دغې زمکې کې تر هغې پورې چې ووځي دوی له دې زمکې نه، نو که ووځي دوی له دې ځايه (بې له جنګه) نو بيشکه مونږ ننوتونکي يو، کله چې هغوی دې مقدسې خاورې ته له ننوتو انکار وکړ نو الله تعالی د هغوی په باره کې داسې فيصله وکړه لکه چې الله تعالی  فرمايي (فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِي الأَرْضِ) پس بيشکه دغه (مقدسه زمکه) حرامه کړی شوې ده پر دوی باندې (ننوتل هغې ته) څلويښت کاله چې حيران سرګردان به ګرځي دوی په همدې زمکه کې، دوی په يوه ځای کې وو، ټوله ورځ به ګرځيدل مګر کله به چې شپه شوه نو دوی به بيا په هغه ځای باندې وو چيرته به يې چې پرونی شپه تيره کړې وه، هغوی ته هيڅ نه معلوميده چې چيرته روان دي، ټوله ورځ به د خپلو سپرليو په قدمونو باندې تلل مګر بيا به يې هم هيڅ مسافه نشوای طی کولای، بلکه په همدې وحشت ناکه صحرا کې تر څلويښتو کلونو پورې ورک وو، الله تعالی په هغوی باندې دا سزا له دې امله مقرره کړه چې هغوی په دې وخت کې د سرکشي مظاهره کړې وه، کله چې هغوی ته مقدسې خاورې ته د داخليدو حکم شوی وو، د حکم منلو په ځای هغوی تر دې حده وويل (فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ) پس ځه ته او ځي دې رب ستا (يا ته او مشر ورور او مريې ستا چې هارون دی) نو جنګ وکړی تاسې دواړه بيشکه مونږ دلته ناست يو له جنګه (په انتظار د بري ستا).

[3]  الانعام، اية : ۶۶ – ۶۷.

[4]  – د دجال په باره کې مخکې په تفصيل سره خبره تيره شوه چې (برمودا مثلث) تر اوسه پورې يوه معما ده د کومې د حقيقت په معلومولو کې چې سائنسي ترقي او نوي وسايل تر دا مهاله پاتې راغلي او پوهان د حيرانتيا او پريشاني ښکار دي.

[5]  – د قاضي عياض  دا خبره ملا علي قاري د (مرقاة المفاتيح شرح مشکاة المصابيح) په :۱۶/ ۲ کې ذکرکړې.

[6]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۷.

مخکینې مطلب

نورستان:امنیتي ځواکونو له ولسي خلکو لسګونه پسونه په زور نیولي

بل مطلب

د خوړو نړيوال سازمان: افغانستان کې ديارلس ميلونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com