(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۵ )
له بادغیس ولایت څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو تن قوماندان له خپلو ۱۳ عسکرو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی.
سیمیزې سرچینې وایي؛ قوماندان عبدالقادر چې د دې ولسوالۍ په ګنبد سیمه کې یې فعالیت کاو، له ټولو مهماتو سره طالبانو ته ورغلی او طالبانو یې هم تود هرکلی کړی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي ؛قوماندان عبدالقادر او ډله یې د ۱۵میله وسلو۴مخابرو او۷ موټرسائکلانو سره یوځای له طالبانو سره یوځای شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په اروزګان کې هم ۴۰ محلي پولیس له خپلو ۲۶ میله وسلو سره طالبانو ته ور اوښتي و.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په یو شمیر ولایاتو کې د عسکرو د تسلیمۍ لړۍ په ګړندۍ توګه روانه ده چې له کبله یې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو وخت پر وخت اندیښنه څرګنده کړې.
د پوځي چارو کارپوهان د امنیتي ځواکونو تسلیمیدل د طالبانو د پوځي خوځښت زیاتوالی او له خلکو سره د ښه سلوک بیلګه ښیي.


















