سیګار: امریکا لا هم د داسې ځواک پر جوړولو نه ده توانیدلې چې د طالبانو مخامخ مقابله وکړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۶)

د امریکايي سرپلټونکې ادارې(سیګار) مشر جانسپکو ویلي، امریکا لا هم نه توانیدلې چې په افغانستان کې داسې ځواک رامنځته کړي چې له طالبانو سره د مخامخ جګړې توان ولري.
سیګار ویلي؛ افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې ناکام دي او نه شي کولی د خپل امنیتي مراکزو څخه په دفاعي چارو کې مستقل رول ولوبوي.
امنیتي ځواکونه د هیواد دځمکنۍ بشپړتیا او د وسلوالو ډلو سره د مبارزې او د هغوی د نسکورلو په خاطر جوړشوي خو د سیګار په خبره، افغان ځواکونه له هوایی ملاتړ پرته له طالبانو سره د مخامخ مقاومت هیڅ تاب نه لري او له همدې کبله طالبان مخ پر وړاندې روان دي.
خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا دا راپور ردوي او زیاتوي چې ځواکونه یې د طالبانو پر وړاندې اوس هم ځمکني عملیات مخته وړي او دا خبر له واقعیتونو سره سمون نه خوري.
سیګار ویلي؛ امریکا په افغانستان کې په مختلفو ډولونو امنیتي ځواکونه ایجاد کړل خو لا یې هم داسې ځواک نه دی رامنځته کړی چې له هوایي ملاتړ پرته د طالبانو مقابله وکړي.
دا راپور داسې مهال خپریږي چې امریکایانو او افغان دولت په ګډه په دې وروستیو کې د محلي پوځ د جوړولو هڅې پیل کړې تر څو په دې توګه وکړی شي د ممکنه ګواښونو او د نورو ولایاتو د سقوط مخه ونیسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button