(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۶) د خوست مدني فعالان وايي، د پارلمانو وکيلانو د دې ولايت ځوانان په ډلو ويشلي چې د هغوی بې اتفاقۍ لامل شوی دی.
دوی وايي، د خوست ځوانان تر دې حده رسېدلي چې يو بل ته په ټولنيزو رسنيو کې سپکې سپورې وايي، د يو بل غونډو ته تګ نه کوي او وخت ناوخت يې تر منځ فزيکې شخړې هم رامنځته کېږي.
د دغې ولايت د يو تن مدني فعال عثمان الله هژبر په خبره، ځوانان دغه کار دغه کار په پارلمان کې د خوست د استازو په اشارو ترسره کوي چې ډیری يې د یو بل دښمنان ګرځولي دي او تر منځ يې بې اتفاقۍ ته لمن وهي.
د خوست د ولايتي شورا غړی عبدالولي واحدزی هم دغه ستونزه تاييدوي په خبره يې چې وکيلان دغه کار د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کوي او غواړی چې خپل سيالان په ځوانانو مات کړي.
مدني فعالان وايي، د دولتي ادارو هغه چارواکي او رئيسان چې د وکيلانو په سفارشونو يې دندې ترلاسه کړي خپلو پلويانو ته کار کوي او د بل وکيل پلويانو ته په قانوني ډول کار نه خلاصوي.
په ولسي جرګې کې د خوست پنځه غړي شتون لري.
په داسې حال کې د خوست د ځوانانو تر منځ د نفاق خبره کېږي چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې رانږدې شوي او د خوست په ګډون په يو شمير نورو ولايتونو کې هم وکيلان کوښښ کوي چې له ځوانانو په خپلو انتخاباتي کمپاينونو کې کار واخلي خو دا په خپل ډول کې د کمپاین کولو يوه نوې بڼه ګڼل کېږي.


















