(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۸) د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، که اړتيا شوه ښايي ناټو ځواکونه افغانستان کې يوځل بيا د جګړې ډګر ته ستانه شي.
سټولټنبرګ دغه څرګندونې د کاناډا د اوتاوای پوهنتون د سياسي مطالعاتو په مرکز کې د يوې غونډې پر مهال وکړې او زياته يې کړه چې ناټو ځواکونه د افغان جګړې ورستنېدلو لپاره پوره چمتووالی لري.
هغه وويل، اوس مهال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شته پرسونل د افغان ځواکونو د روزنې، ملاتړ او هغوی ته د مشورو ورکولو ښه انتخاب دی.
د ناټو ځواکونو عمومي مونشي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تازه د امریکا د څارنې ځانګړې ادارې (سيګار) نيوکه کړې او ويلي يې دي چې امريکا لا هم په دې نه ده بريالۍ شوې چې په افغانستان کې داسې پوځ وروځي چې له طالبانو سره مخامخ جګړه وکړي.
سيګار د امريکا کانګرس ته په يوه استول شوي راپور کې ويلي، چې په افغان پوځ د اويا ميليارده ډالر مصرف شوی خو زياتوی چې افغان ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې له ناکامۍ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ینس سټولټنبرګ څه موده مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر شپاړلس زرو ځواکونو ته لوړوي.
د راپورونو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا څوارلس نيم زره امریکايي او له ديارلس نيم زرو زيات د ناټو ځواکونه د افغان پوځ د روزنې او هغوی ته د سلامشورو ورکونې په پلمه ميشت دي، خو وخت ناوخت په هېواد کې په ځينو سيمو کې په مخامخ جګړو، شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې برخه اخلي.


















