(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۸) د افغانستان د دفاع وزارت په سرپل ولايت کې د عملياتو د پای ته رسولو خبر ورکړی او په دغې ولايت کې حکومت او طالبان يو بل ته د درندو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت په يوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ويلي، په سرپل ولايت کې د وليد درې په نوم پيل کړي عملیات چې څلور ورځې يې دوام وکړ په برياليتوب پای ته رسولي دي.
خبرپاڼه زياتوي، د عملياتو په جريان کې د ګوسفندي ولسوالۍ په شيرم سيمه کې د يو قومندان په ګډون څوارلس طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
دفاع وزارت په دغې ولايت کې د عملياتو پر مهال د ځينو سيمو د نيولو او یو شمير طالب وسله والو د تسلمېدو خبر هم ورکړی دی.
طالب وياند قاري یوسف احمدي وايي، دسرپل په شیرم اوسوزمه قلعه ولسوالیوکې د دولتي ځواکونو عمليات له ناکامۍسره مخ شول او ګڼ شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د سربل په مرکز مربوط ادرينګ سيمه کې يې د دولتي عسکرو په پوستو بريد کړی او لس تنه عسکر پکې وژل شوي دي.
طالبان وايي، په دې بريد کې يې شپاړلس ميله وسلې، دوه ټانګونه او په زياته اندازه مهمات او پوځي توکي هم نيولي دي.
طالبانو ويلي، چې د خالد درې په نوم عملياتو کې دولتي ځواکونو هيڅ مخکې تګ نه دی کړی او په سيمه کې هيڅ کوم طالب نه دی تسليم شوی.
د احمدي په خبره، په يادو بريدونو کې طالبانو ته هيڅ زيان نه دی اوښتی.
دغه راز طالبانو په سرپل مرکز کې د دوو نورو پوستو د نيولو خبر ورکړی زياتوي چې په بريد کې درې عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي او يوه اندازه وسلې د دوی لاسته ورغلي دي.


















