پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

سوله د افغان ولس او جګړه د امریکا وړاندیز

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 12, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
182
ځلې شریک شوی
339
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

 سرلیکنه

د تیرې فبروري په میاشت کې اشرف غني د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ، چې طالبانو ته د اشرف غني پر وړاندیز اوس په افغانستان کې یو شمېر رسنۍ، ولسي جرګه، د سولې په نامه جوړه شورا او دفاع وزارت بیا بیا بحثونه کوي او طالبان ګرموي چې د سولې وړاندیز ته د هو ځواب نه ورکوي.

د سولې په نامه شورا خو په وار وار پر طالبانو غږ وکړ چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او باید په افغانستان کې روانې جګړې ته نور د پای ټکی کېښوول شي.

دفاع وزارت پکې دا ټکی هم زیاتوي چې که وسله وال مخالفین سوله کوي، اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

 خو دا نه ده څرګنده چې څه ډول اسانتیا؟ تراوسه پورې ارګ د ځان لپاره د اسانتیاوؤ د برابرولو واک نه لري، د طالب مشرانو لپاره به د سولې په موخه څرنګه اسانتیا برابرې کړي؟

د امریکا یا افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ په ستراتیژۍ کې په افغانستان کې سولې ته هیڅ ځای نه دی ورکړل شوی، ټول ټینګار پر جګړه شوی، ځکه امریکا او ناټو افغانستان ته د جګړې د دوام لپاره نور پوځونه رالېږي.

په هېواد کې د سولې په نامه شورا، ولسي جرګه، دفاع وزارت، قومي، سیاسي، طالبان، د جهادي ګوندونو مشران او ټول افغان ولس په یوه غږ د سولې غوښتونکي دی، او دا غږ یې تل پورته کړی دی. خو امریکا ده چې د جګړې وړاندیز او غږ کوي، او هم د جګړې د دوام لپاره افغانستان ته نور پوځونه رالېږي او د سولې لارې تړي.

له تېرو څلورو لسیزو راهیسې جګړې افغان ولس دومره وځاپه چې نور د ساه اخیستلو توان نه لري. غربي رسنۍ تبلیغوي چې طالبان په افغانستان کې جګړه کوي، طالبان هیڅ وخت جګړه نه کوي؛ نه یې غواړي او نه یې اراده لري. طالبان له خپل هېواد جګړه مار باسي او د خپل ولس دفاع له بهرنیو جګړه مارو کوي. طالبانو (افغان ولس) د سولې وړاندیز کړی او کوي یې. خو امریکا بیا د جګړې وړاندیز کوي او د جګړې د دوام لپاره زمینه سازي کوي.

دا ټولې نړۍ درک کړې ده چې افغان ولس سولې ته، خو امریکا جګړې ته چمتو ده، ځکه خو یې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو د پای ته رسېدلي جنګي ماموریت باوجود نور پوځونه راولېږل.

امریکا په افغانستان کې افغان ولس په هر نامه وواژه. په جوماتونو، ښارونو، جنازو، ودونو او آن په حکومتي پوستو کې یې پر افغان پولیسو بمبار وکړ. افغان ولس هیڅ وخت جګړه نه ده غوښتې؛ له جګړې بېزاره دی، په وار وار یې د سولې وړاندیز کړی، په خپل هېواد کې د سولې غږ پورته کوي. خو امریکا بیا د سولې نه، بلکې د جګړې وړاندیز کوي، د جګړې غږ پورته کوي او د جګړې د دوام لپاره شرایط برابروي.

لوی ټکي: افغانستانامریکاجګړهسولهطالبان
مخکینې مطلب

بخښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې دې د اعدامونو لړۍ بنده شي

بل مطلب

عالَم، علم او عالِم

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com