یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

په سوریه کې د امریکا خپل-ګټی دریځ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 13, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
142
ځلې شریک شوی
111
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 تبصره

د روانې اونۍ په سر کې، د امریکا په ادعا، د سوریې حکومت په دومار ښار کې د کیمیاوي وسلو په استعمال سره لسګونه کسان وژلي دي، چې له امله یې امریکا په توند غبرګون سره روسیې ته په ګواښ ویلي چې پر سوریه به میزایل ولي، او که روسیه یې دفاع کوي نو ځان دې چمتو کړي.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

غربي رسنیو د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې دفاع وزارت یې خپل هوايي او ځمکني پوځ ته پر سوریه د برید لپاره د تیارسئ غږ کړی او یواځې امر ته انتظار باسي. خو روسیې تراوسه پورې د ټرمپ د ګواښ په مقابل کې څه نه دي ویلي، یواځې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر، واسیلي نبنزیا، امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هر ډول بې قانونه پوځي هڅې مسوول به واشنګټن وي.

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې له امله د روسیې او لوېدیځو هېوادونو تر منځ د رامنځته شوي کړکېچ په غبرګون کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتيرېش، ویلي، ښکېل اړخونه دې د سوریې د کړکېچ له پراخولو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د امنیت شورا غړي باید داسې څه ونه کړي چې له امله یې د سوریې وضعیت له کنټروله ووځي.

همدې ملګرو ملتونو په عراق او افغانستان کې د وضعیت له کنټروله په وتلو څه نه و ویلي؛ امریکا هغه څه وکړل چې خپله هراړخیزه ګټه یې پکې لیدله.

په سوریه کې د روان وضعیت په اړه د ټرمپ تونده لهجه او د ملګرو ملتونو د سرمنشي  ګوتیریش پڅ دریځ دا ثابتوي چې په سوریه کې امریکا د بشار الاسد د حکومت د نسکورولو په موخه پوځي اقدام کوي. اوس امریکايي چارواکي په دې مشوره کوي چې پر سوریه به برید ورته په ګټه تمام شي او که یواځې ګواښونه.

که څه هم ټرمپ روسیې ته ګواښ کړی چې ځان دې د امریکا لخوا پر سوریه د برید دفاع ته چمتو کړي، خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیر له وینا داسې بریښي چې روسیې اوس د مقابلې ساه اخیستې ده او له سوریې د امریکایي میزایلو دفاع کولای شي.

امریکا او روسیې څو کاله دمخه په ازربایجان کې په زورازمایۍ سره، او امریکا د اکاشویلي د حکومت له ملاتړه وروسته کړې وه. خو اوس امریکا غواړي په ازربایجان کې د خپلې ماتې غچ په سوریه کې له روسیې واخلي. که د دواړو لورو ګواښونه په عمل بدل شول، په سوریه کې به یو بل انسانی ناورین رامنځته شي.

په لندن کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د امریکا او څو نورو هېوادونو له خوا پر سوریې د برید له ویرې د دغه هېواد مهم پوځي بنسټونه او پوځي هوايي ډګرونه خالي کړل شوي دي. تراوسه دا نه ده څرګنده چې د امریکا ګټې به یواځې په ګواښونو کې وي او که پر سوریه په برید کې. خو امریکا په سوریه کې اخېر هم خپل-ګټی دریځ خپلوي.

امریکا په سوریه کې تر ټولو لومړی خپلو ګټو ته اولیت ورکوي؛ نه په نړۍ کې د ناامنیو خیال ساتي او نه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویناوو، او بیا هغه وینا چې ګوتریش به په بله یوه مسئله کې هم دا ډول پڅه وینا نه وي کړې.

د روسیې په اړه خو نړیوالو رسنیو پر سوریه د امریکایي توغندیو د احتمالي برید په اړه د تیارسي څه نه دي ویلي، خو په سوریه کې دولتي ځواکونو ځان د برید دفاع ته چمتو کړی او د امریکا د میزایلو د ویشتلو په خاطر یې پوځي ډګرونه خالی کړي دي.

که امریکا پر سوریه توغندويي برید وکړي، په سوریه کې به نه جبران کېدونکې تباهي رامنځته  کړي. خو امریکا به هم له سخت بحران سره مخ شي، ځکه له یوې خوا په افغانستان کې د جنګي لګښتونو پوره کول، او له بلې خوا په سوریه کې د یوې نوې جګړې ډګر پرانیستل به امریکا په دومره ستونزو کې راګیره کړي چې بیا به ځان په افغانستان کې د بایللې جګړې ګټلو ته جوړ نه کړای شي.

مخکینې مطلب

پرلتیان څوک دي، موخې یي څه، او تر شا یي د کومو کړیو لاسونه دي؟

بل مطلب

د شخصي ګټو څلورمه شورا

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com