یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

پرلتیان څوک دي، موخې یي څه، او تر شا یي د کومو کړیو لاسونه دي؟

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اپریل 13, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
د هلمند پرلتیان

د هلمند پرلتیان

324
ځلې شریک شوی
279
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال/احمد فایز

 

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

ډیری ځوانان، سپینږیري او ښځې پرلتیان د سولې رښتوني غوښتونکي ګڼي او هڅې یې ستایي، خو داسې نه ده، که لږ دقیق فکر وشي او هر سړی د پرلتیانو د غوښتنو په اړه څو شیبې څنګ ته شي او له ځانه پوښتنې وکړې چې پرلتیان څوک دي؟ نو هرو مرو به ځواب منفي ترلاسه کړي
زه هم لږه شیبه ګوښه شوم او په دې اړه مې فکر وکړ، مور مې راته ویل زویه! څه سوچونه وهې؟
مال داسې او داسې قصه ده
وایي، نو بچیه! ته څه پکشې وایې؟ لږ مې پوه کړه
مال مورې! که د دوی بڼه له دسائسو ډکه نه وي، ولې یواځې له طالبانو څخه غوښتنې کوي؟
حال دا چې دوی خپله ویني، چې د هیواد خاوره مو ۴۵ کفري قوتونو اشغال کړې، د هیواد ټول نظام مو د کفارو په لاس چلیږي، ځمکه او فضا مو د اشغالګرو په واک کې ده، د ډیرو لرې هیوادونو څخه په موږ پسې راغلي، موږ دوی پسې نه یو لاړ، زمونږ هیوادوال شهیدانوي، کورونه مو بمباروي، عام کلیوال مو پټو او ښکاره زندانونو ته وړل کیږي، دیني اساسات مو محفوظ نه دي، مسجدونه مو شهیدانیږي، دیني عالمان مو شهیدانیږي، او زندانونه مو له بې ګناه افغانانو ډک دي

مور مې غصه شوه، وایي، پرلتیان بیا هم په کومو سترګو په داسې ډول د سولې نعرې وهي؟

مال هو عجیبه ده! 
دا نن مو په هیواد کې کوم انډوخر روان دی، سوله له چاسره وکړي، عجبه خبره کوي، جګړې ته خارجي قوتونه راغلي، په وچ زور یي د دې خاورې کنټرول په لاس کې اخیستی، چې څه وغواړي ترسره کولای یې شي، که پرون کرزی ناست وو هم د دوی له اړخه کینول شوی وو، که نن اشرف غني کینول شوی دا هم د دوی په خوښه او انتخاب راغلی، طالبان سوله کوي خو د جګړې له اصلي لوري سره، په کراتو یي بهرنیو قوتونو ته د سولې وړاندیزونه کړي، خو کوم مثبت ځواب ورته نه دی ویل شوی

“او که تاسې وایاست چې افغان حکومت خو وړاندیز ورته کړی، طالبان ولې ځواب نه ورکوي؟ نو زما پخپل شخصي نظر طالبان که اشرف غني او ادارې ته یي ځواب نه ورکوي دا په دې معنی چې اشرف غني او ورسره اداره یي بلواکه ده، د سولې اختیار نلري؛ ځکه یو غلام د خپل بادار په موجودیت کې څنګه داسې لوړې او ژورې فیصلې وکولای شي؟
که اشرف غني ورسره اداره یي دا ثابتولای شي، چې دوی د خپل اختیار دي، د بل د لاس اله نه ده نو بیا دې خارجي قوتونو ته په زغرده ځواب ووایي، او خپله خودمختاري دې د دې ګام په اوچتولو ثابته کړي، بیا به طالبان هم د افغان حکومت سره سولې ته غاړه کیږدي.”

مور ته مې ویل، چې د پرلت په اړه باید ولس ته کره معلومات ورکړل شي، اهداف یې ورته په ډاګه شي، دا ورته معلومه شي، چې د دې پرلتیانو ترشا د کومو کړیو لاس دی؟
که چیرته دا د طالب ضد دسیسه نه وي، ولې تر اوسه د حکومت په خلاف دوی کومه نعره پورته نکړه؟
حال دا چې د بهرنیو ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالبانو خلاف همدوی جنګیږي، مظلوم ولس مو د همدغه اجیر حکومت له لوري بمباریږي
عجبه ده؟!حکومت ته چا غږ ونکړ، ولس د حکومت څخه دوه پوزو ته راغلی، پرلتیان بیا هم ځانونه ولسي خلک بولي.

د پرلتیانو څخه دا څو سوالونه کوم هیله ده ځواب یې کړي: 

ایا تاسې پرلتیان دا منئ چې هیواد مو اشغال دی ( یرغلګرو پرې تجاوز کړی )؟
که ځواب مو (هو) وي، ولې د راغلیو اشغالګرو په خلاف نعره نه بدرګه کوئ؟
ولې د هغوی نظامي اډو او مراکزو ته نه ورځئ؟
ولې د امریکا او د امریکا د اتحادي هیوادونو سفارتونو مخ ته پرلت نه کوئ؟

پرلتیانو! تاسې خپله رښتینولي څنګه ولس ته ښکاره کولای شئ، چې تاسی دا هرڅه په خپلو امکاناتو روان کړي دي؟
دا څنګه کیدلای شي چې په یو وخت کې دې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې دا د پرلت لړۍ پیل شي؟
که ستاسی ترشا د امریکایانو او د دې حکومت چارواکو لاس نه وي، تاسې څنګه دومره امکانت برابرولای شئ؟
دا همغږي مو څنګه ترلاسه کړه، چې هر ولایت ته دې لاس رسی پیدا کړئ.؟

په پای کې وایم چې پرلتیانو ستاسې په دسیسو دا ولس خبر دی، دا ولس بیدار دی، ستاسې څخه مخکې یې د ډیرو زړو کمونستانو داسې ډیرې دسیسې او د حکومت لخوا پلان شوي حرکتونه یي رسوا کړي دي
نن که تاسې هم د یو څو شخصي اهدافو او مادیاتو په پار راوتلي یاست، نتیجه به مو ډیره خرابه راوځي، او ولس ته به شرمنده پاتې وئ.

هو! که هڅې مو رښتوني وي، او غواړئ په حقیقي بڼه سوله راوستل شي، تاسې خپل شعارونو ته تغیر ورکړئ، ادرس مو تغیر کړئ، د هغه چاسره خبره وکړئ، چې د سولې کیلي یي لاس کې نیولې، د هغه چا په خلاف نعره اوچته کړئ، چې دا وطن یي اشغال کړی، د هغه چا څخه د سولې غوښتنه وکړئ، چې جګړه یي پیل کړې، د هغه چا څخه غوښتنه وکړئ، چې په حریم یي درته تجاوز کړی، د هغه چا څخه غوښتنه وکړئ، چې قران یې درته سوځولی، د هغه چا څخه غوښتنه وکړئ چې ستاسی د پیغمبر په شان کې یې ګستاخي کړې، د هغه چا څخه غوښتنه وکړئ، چې ستا دیني اساسات یي ونړول او نړوي یې
پوهیږم تاسې بیا هم ویده یاست، د بل د لاس آله یاست، چې څنګه دستور درکړل شي تاسې یي ترسره کوئ.

لوی ټکي: پرلتپرلتیاند سولې غوښتونکيکابلهلمند
مخکینې مطلب

پمپیو: د طالبانو پر وړاندې د جګړو توندول غوره تګلاره ده

بل مطلب

په سوریه کې د امریکا خپل-ګټی دریځ

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com