شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

خلک بیا نه غولېږي!/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اپریل 14, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
687
ځلې شریک شوی
111
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې امریکايي مجلې «نیوزویک»اعلان وکړ، چې اشرف غني د نړۍ دویم مفکر دی. له دې مفکرۍ یې کمپاین کوونکو ښه گټه واخیسته او ډېر خلک یې ورمات کړل. ولسمشریزو ټاکنو ته بیا وخت نږدې شوی او اشرف غني هم ځینو ولایتونو ته سفرونه ډېر کړي.

هر ولایت ته له یوې نوې طرحې سره ځي او کټ مټ داسې خبرې کوي، لکه اوس چې بیا د ټاکنو وخت وي او غوړې ـ غوړې ژمنې ورکوي. کله افغانستان د هوا له لارې له واشنگټن سره نښلوي، کله ننگرهار ته له نوي ډیلي هوايي پُل راتېروي، کله د خوست جنغوزي جرمني ته استوي، د سلو کلونو برېښنا تولیدوي؛ خو هر څه یوازې خبرې او د عمل یې هېڅ څرک نه لگېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د مفکر فېسبوکي ډلې یوه اوازه بیا خپره کړې، چې غني د امریکا د جان هانکنز پوهنتون د پوهانو ټولنې غړی شو، چې د نړۍ ۱۳ پوهانو په ډله کې یو اشرف غني هم راغلی. اشرف غني اوس مهال نه پوهنتون کې تدریس کوي، نو  څنگه یې په پټو سترگو د پوهنتون د پوهانو غړی کړ.
پوهنتونونو کې خو هغه خلک د پوهاندۍ رتبې اخلي، چې عملاً پکې تدریس کوي؛ نو یو څوک څنگه خوشې په خوشې د پوهانو ټولنې غړی شي؟

دوی څلور کاله وړاندې هم ویل، چې اشرف غني د چین او روسیې اقتصاد پر پښو درولی او د چین او روسیې د پرمختگ ټولې طرحې اشرف غني جوړې کړي. خو په خپل هېواد او خپلو خلکو ته یې په تېرو څلورو کلونو کې هېڅ ونه کړل. زرگونه خلک له هېواده وتښتېدل، له نیمايي ډېر افغانان د شپې مهال په مړه گېډه ډوډۍ نه لري، ۷۱سلنه افغان ځوانان بې کاره گرځي، چې ډېری یې لېسانس او ځوان کدرونه دي.

پښتانه متل کوي«ازمایل شوي بیا نه ازمایل کېږي» اشرف غني څلور کاله واکمني وکړه؛ خو د حکومتولۍ ټولې پولې یې ونړولې. د امریکا په سفارت کې یې عبدالله عبدالله ومانه، څلور میاشتې یې له یو والي سره چنې ووهلې، ټول حکومت یې زورواکانو او غاصیبنو په لاس کې ورکړ، خپل ټول خواخوږي یې گوښه کړل او د شمال ټلوالې هره غوښتنه یې په پټو سترگو ومنله. له دومره نړیوالو ملاتړ سربېره یې بیا هم په هر څه سرې کرښې راکش کړې او هر زورواکي یې ته سر ټیټ کړ.

زه په پوره باور سره وایم، که په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې امریکا بیا لاسوهنه ونه کړي؛ نو اشرف غني به ۱۰ سلنه رایې هم یونه سي. ځکه پخواني کمپاین کوونکو یې اوس مهال تر ټولو سخت دښمنان دي او ټول یې خوابدي کړي دي، چې ټوله ورځ په رسنیو کې د اشرف غني ضد غږېږي.

اشرف غني د واک وږی و. داسې واکمنۍ ته یې غاړه کېښوده، چې په غاړه یې کې غټ د اجراییه ریاست توق ورترغاړې کړ، چې د اشرف غني هر فرمان یې وننگاوه او ټول حیثیت یې تر پښو لاندې کړ.

اشرف غني دې فکر نه کوي، چې دی به بیا واک ته ورسېږي. څومره چې ټاکنې رانږدې کېږي دی د سولې غږ ته هم کش ورکړي. خو د امریکا پر وړاندې سپوڼ هم نه شي کولی او ټوله سوله له طالبانو غواړي.

دا ملت د کندوز، فراه، ننگرهار، کابل، کندهار، پکتیا، خوست او د نورو ولایتونو بمباري نه هېروي. دا ملت یاد لري، چې داعش ستاسې او امریکا پر مټ د ننگرهار پر خلکو توره ورځ تراوسه شپه کړې ده، دا ملت نه هېروي، چې تا یوه ژمنه هم سرته نه ده رسولې؛ بلکې ټولې درنه په هوا کې پاتې دي.

دا ملت نه هېروي، چې اشرف غني د اسلام له لومړنیو اساساتو سره هم بلد نه دی، چې خلک دې په رڼا ورځ تهجدو ته رابلل، په جنازه کې دې لاسونه پورته کړل، حضرت حسین او حضرت حسن رضي الله عنهم دې د الله جل جلاله لمسي یاد کړل«العیاذ بالله»، د اقراء باسم ربک پر ځای دې اقراء باسم ربکم وویل، د بخاري کتاب دې له حدیثو وروسته دویم کتاب یاد کړ، خلکو ته دې کنځلې وکړې، ځان دې په خپله لېونی یاد کړ او حتی ځان ته دې د نه سړی زوی خطاب هم وکړ، د عطاء محمد نور له‌خوا درته د یو سورت گواښ دې ټول ارگ غلی کړ.

اوس دې خلک له مسلمانۍ او پوهې ښه خبر دي. دا د ټاکنو د کمپاینونو شپې نه دي. که دا ځل د نړۍ هر څه وپېژندل شي؛ خو خلک یې یاد لري. دا خلک بیا نه غولېږي او نه به درته کمپاین وکړي.

لوی ټکي: اشرف غني تېروتنېټاکنېخالد روانژمنېمهم
مخکینې مطلب

دفاع وزارت: د انتخاباتو د نوم ليکنې لپاره مو عمليات زيات کړل

بل مطلب

سوله مې د يتیمانو په شونډو خندا راولي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com