دفاع وزارت: د انتخاباتو د نوم ليکنې لپاره مو عمليات زيات کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۵) نن په افغانستان کې د راتلونکې ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخاباتو د رايه ورکوونکو نوم ليکنه پيل شوه.
ولسمشر غني او اجرائيه رئيس په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه وکړه او پر هېوادوالو يې غږ وکړ چې د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.
دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې حکومت يې د انتخاباتو په چارو کې مداخله نه کوي.
اجرائيه مشر وويل، په هېواد کې نا امني د روانو انتخاباتو لپاره يوه لويه ننګونه ده خو زياته يې کړه چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د رڼو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره زمينه برابره کړي.
تېره ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وويل، په هېواد کې روانې نا امنۍ د انتخاباتو لپاره ستر خنډ دی خو غوښتنه يې وکړه چې بايد امنیتي مسئولین ورته د ټاکنو مرکزونو د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکړي.
تر دې مخکې هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي و، چې له زرو زيات امنیتي مرکزونه تر لوړ امنيتي تهديد لاندې دي.
دغه راز په هېواد کې د سياسي ګوندونو ځينې مشران، ټولنې او سياسيون شک څرګندوي وايي چې حکومت د شفافو ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري او ولسمشر غني د ټاکنو له کمېسيون څخه د خپل کمپاين په توګه استفاده کړې ده.
په عين حال کې د دفاع وزارت سرپرست وياند محمد رادمنش وايي، هغه سيمې چې تر لوړ تهديد لاندې وې عمليات مو زيات کړل ترڅو خلک په ډاډه زړه نوم ليکنه ترسره کړي.
تر دې پخوانيو ټاکنو کې طالبانو له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او د رايې ورکونې لپاره له نوم ليکنې ډډه وکړي.
وړمه ورځ د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاکټر سپنتا وويل، چې راتلونکې ټاکنې ځکه مشروع نه دي چې حکومت د هېواد په نيمه خاوره حاکميت نه لري او نه شي کولی چې په ټول هېواد کې شفاف انتخابات ترسره کړي.



