(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۹)
د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ چارواکي وایي؛ چې په دې ولسوالۍ کې نږدې نیم متر واوره او ږلۍ شوې چې له کبله یې خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي.
د دې ولسوالۍ ولسوال تاج الدين ملک زاده رسنیو ته ویلي؛ له تیرې شپې راهیسې په دې ولسوالۍ کې له ۳۰ تر ۴۰ سانتي متره واوره او ږلۍ اوریدلې چې د خلکو باغونه، کرنیز حاصلات او زرګونه مواشي یې له منځه وړي.
نوموړی وایي؛ د کوهستانات ولسوالۍ ته د وچکالۍ له کبله د سرپل له نورو سیمو او همداراز د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو څخه خپلې رمې د څرولو لپاره بیولې وې چې زیاتره یې مړې شوې دي.
د کوهستانات د ځایي خلکو د اټکل تر مخه د دې ږلۍ او واورې له امله شاوخوا سل زره میږې او وزې له منځه تللې دي.
دوی له دولتي چارواکو او خیریه مؤسسو څخه د عاجلې مرستې غوښتنه کوي.


















