بغلان : د بُرکې ولسوال په یوه غلجکي بريد کې ووژل شو

بغلان  (کابل ټکی کام : شنبه، ليندۍ،۲۱مه ۱۳۹۴ ل)

نن سهار  په مهالني وخت ۹ بجې د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ولسوال د طالبانو په یوه غلچکي بريد کې ووژل شو، او هایلکس موټر يې د غنيمت په توګه له ځانه یوړ .

ولسوال عبدالجبار اسلامي، چې دمرکزي بغلان اوسېدونکی دي د پلخمري په شهاب الدين بابانظر سیمه کې د مزار په لار روان وه، چې طالبانو د ناڅاپي برید ښکار شو او ځای پرځای ووژل شو.

د برید مسؤلیت طالبانو منلي، ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې لیکلي دي، چې د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ ولسوال عبدالجبار اسلامي دبلخمري شهاب الدين بابا نظر سیمه کې ددوي د ملګرو له لوري په بريد کې ووژل شو او موټر يې غنيمت شوه .

بدرالدین ځواک

-ولسوال-برکه-بغلان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button